تازه خبرونه

متقي د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال سره پر سیمه‌ییزو همکاریو خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پرمختګونه مثبت و ارزول او څرګندوي، چې د افغانستان اسلامي امارت او ترکمنستان ترمنځ د معنا لرونکو اړیکو له پیاوړتیا سره د ټاپي پروژې عملي کار د هرات له لارې پیل شوی او د اوسپنې پټلۍ او د برښنا د لېږد (تاپ) پروژې هم د تطبیق په درشل کې دي. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دواړو هېوادونو اړیکې مخ پر پراخېدا دي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ویډیويي اړیکې له لارې د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف سره د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکي کال د پلانونو په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پرمختګونه مثبت و ارزول او څرګندوي، چې د افغانستان اسلامي امارت او ترکمنستان ترمنځ د معنا لرونکو اړیکو له پیاوړتیا سره د ټاپي پروژې عملي کار د هرات له لارې پیل شوی او د اوسپنې پټلۍ او د برښنا د لېږد (تاپ) پروژې هم د تطبیق په درشل کې دي. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دواړو هېوادونو اړیکې مخ پر پراخېدا دي.

دغه راز رشید مردوف د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ تاریخي او دوستانه اړیکو ته په نغوته(اشاره ) کې د بېلابېلو کچو پر سر د اړیکو له پراختیا هرکلی وکړ او د اقتصادي پروژو د تطبیق، د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو د سفرونو او د راتلونکو پروګرامونو د ترسره کېدا په برخه کې پر ګډه همغږۍ ټینګار وکړ.

ویل کیږي، چې د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د همکاریو او سیمه‌ییزو خبرو اترو پیاوړتیا؛ په ځانګړي توګه د افغانستان او د مرکزي آسیا د هېوادونو ترمنځ، مهمه او ارزښتناکه وبلله.

Trending

Exit mobile version