تازه خبرونه
متقي د پاکستان او ازبکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي د پاکستان او ازبکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره په ټیلیفوني اړیکو کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړي دي.
امیرخان متقي خپل پاکستاني سیال محمد اسحق ډار ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ټاکل کیدو مبارکي ویلې او هیله یې ښودلې، چې د هغه ټاکنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده رول ولري او کابل ته یې د راتګ بلنه ورکړه.
نوموړي له پاکستاني سيال سره په خبرو کې ویلي، چې له سيمې سره مثبت تعامل ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدا دی، د سيمې پر کچه د سترو بنسټيزو پروژو عملي کار پيلېږي او افغانستان له پاکستان څخه د رغنده رول تمه لري.
د خبرو په لړ کې دواړو لورو له ډیورنډ فرضي کرښې څخه د مسافرو، ناروغانو او سوداګریزو مالونو د تګ راتګ لپاره د لازمو اسانتیاوو پر رامنځته کولو او د شته ستونزو پر حل باندې ټینګار وکړ.
هغه له بختيار سيدوف سره په ټيلېفوني اړيکه کې د ازبکستاني پلاوي د وروستي سفر پر شویو هوکړه ليکونو خبرې کړي او دواړو لورو د هوکړه ليکونو د پلي کېدا ډاډ څرګند کړ.