تازه خبرونه
متقي په دوحه کې د ۱۴ هېوادونو له سفیرانو سره پر روان کړکېچ خبرې وکړې
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیر خان متقي او ورسره مل پلاوي د چارشنبې پر ماښام په دوحه کې د ۱۴ هېوادونو د استازیو او سفیرانو په ګډون د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ پر اړیکو بحث او خبرې وکړې.
په دې کتنه کې مولوي متقي له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان ملي زیرمه دې له امریکا څخه راوباسي.
د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه څرګنده کړې؛ مولوي متقي له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې افغانستان له ۴۰ کاله وروسته يو حاکم او مسول نظام لري او د حکومت په توګه یې د پېژندلو لپاره ټول شرایط پوره کړي؛ نو پکار ده، چې نړيواله ټولنه نه یوازې اسلامی امارت پر رسمیت وپېژني، بلکې په ګډه له امريکا څخه د افغانستان د خلکو پر ملي شتمنۍ لګول شوي بنديزونه لرې کړي.
په پای کي دواړو لوریو په دې اړه د ډاډمن ګام پر پورته کولو او د بېلابېلو ناستو پر دوام تینګار څرګند کړ.
د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پر ټويټر ليکلي، چې په دې کتنه کې د بهرنيو هېوادونو سفيرانو او ځانګړيو استازيو د افغان پلاوي له څرګندونو خوښي څرګنده کړه.
دغه راز بلخي زیاته کړې مولوي متقي د چارشنبې پر ورځ په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د ماموریت له مشر ایان مک کاري او د هغه پر مشرۍ له اووه کسیز پلاوي سره هم وکتل او پر دوه اړخیزو مسایلو یې ژوربحث او خبرې وکړې.
بلخي زیاته کړه، دواړو لوریو د افغانستان او امریکا د اړیکو او نورو اړوند مسایلو په اړه پراخ بحثونه او د نظر تبادله کړې ده.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په کابل کې له آریانا نیوز سره په خبرو کې دغه غونډې د اسلامي امارت په ګټه وبللې او څرګندوي، چې د دغو غونډو له لارې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د مرستې ژمنه کړې ده.