لوبی
مجیب الرحمن د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې له لوبېدو پاتې شو
د افغانستان کرکټ بورډ له بندیزونو وروسته د افغانستان کرکټ لوبغاړی مجیب الرحمن د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې له ملبورن سټارز سره له لوبېدو پاتې شو.
له دې مخکې د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی و، چې د مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي او نوین الحق کلني قراردادونه یې ځنډولي او په سوداګریزو لیګونو کې د لوبېدو جوازونه یې ملي مسوولیت ته د نه پاملرني له کبله لغو شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي وه، چې یادو لوبغاړيو له دې ادارې غوښتي وه، چې له مرکزي تړونونو څخه د وتلوله حقه دې برخمن او په بهرنیو لیګونو کې دې د لوبېدو اجازه ورکړ شي.
نوین الحق او فضل الحق فاروقي د عربي متحده اماراتو پر وړاندې د روانې شل اوریزو درې سیالیو د ترسره کولو لپاره ملي لوبډلې ته راګرځېدلي دي.
له دې مخکې د ملبورن رینګیډز لوبډلې مدیرانو اعلان کړی و، چې دوی ته د مجیب الرحمن په راتلونکیو لوبو کې د ګډون نهکولو کومه غوښتنه نهده رسیدلې او د فصل تر پایه به یې ملاتړ روان وساتي.
د کریک ټریکر د څرګندونو له مخې، دې لوبډلې د دوشنبې پر ورځ یوه نوې اعلامیه خپره کړه او اعلان یې وکړ، چې مجیب الرحمن له لوبډلې ایستل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي: مجیب الرحمن د نه اعتراض له کبله له لوبډلې بهر پاتې شو او په لوبو کې ګډون نهشي کولی.
مجیب الرحمن د ډسمبر پر ۲۹ د اډلایډ سټرایکرز پر وړاندې د ملبورن رینیګیډز په وروستۍ لوبه کې لوبېدلی او له ملبورن سټارز سره له راتلونکې لوبې بې برخې شو.