Connect with us

لوبی

محمد شهزاد د بنګله دېش پر وړاندې د ۲۰ اووریزو سیالیو لپاره په افغان لوبډله کې ونیول شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: چنګاښ ۱۲, ۱۴۰۲)

محمد شهزاد، چې د ۲۰۲۱ کال په شل اووریز نړیوال جام کې یې د افغانستان لپاره پر نړیواله کچه لوبه کړې؛ د بنګله دېش پر وړاندې د شل اووریزو سیالیو لپاره د دغه هېواد د ملي لوبډلې د لوبغاړیو په نوملړ کې ونیول شو.

راشد خان، چې تېره میاشت د بنګله دېش پر وړاندې په تست لوبه کې نه‌و؛ د شل اووریزو سیالیو لړۍ ته به د لوبډلمشر په توګه راستون شي.

دغه راز حضرت الله ځاځی، چې د روان کال په لومړیو کې د پاکستان پر وړاندې د ۲۰ اووریزو لوبو له سیالیو ایستل شوی و؛ بېرته لوبډلې ته راستون شو.

وفادار مومند، چې په شل اووریزو او پنځوس اووریزو نړیوالو لوبو کې لوبېدلی نه‌دی؛ د صدیق الله اتل ترڅنګ یې په لوبډله کې ځای وموند، چې تېر مارچ یې په شارجه کې د پاکستان پروړاندې خپله لومړۍ شل اووریزه لوبه کړې وه.

د کوربه لوبډلې بنګله دېش پر وړاندې به دوه شل اووریزې لوبې د جولای پر څوارلسمه او شپاړلسمه په سیلهت کې ترسره شي.

افغان لوبډله: راشد خان (لوبډلمشر) رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځي، محمد شهزاد، ابراهیم ځدراڼ، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، صدیق الله اتل، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، فضل الحق فاروقي، نوین الحق، فرید احمد، وفادال مومند، نور احمد او مجیب الرحمن.

لوبی

افغانستان او هند په راتلونکي کال کې درې شل اوریزې سیالۍ لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳۰, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکت بورد څرګنده کړی، چې د کرکت ملي لوبډله به د ۲۰۲۴ ز.کال په جنورۍ میاشت کې له هند سره د درې شل اوریزو لوبو د ترسره کولو لپاره هغه هېواد ته سفر وکړي.

دا سیالۍ به په ترتیب د جنورۍ پر یوولسمه، حوارلسمه او اووه‌لسمه په موهالي، ایندور او بنګلور لوبغالیوکې ترسره شي.

دا لومړی ځل دی، چې افغانستان او هند د شل اوریزو لوبو په لړ کې له یو بل سره مخ کیږي.

د افغانستان کرکت لوبډلې په دې وروستیو کې د هند پر کورب‌توب د نړیوال جام په سیالیو کې ګډون وکړ او د لس لوبډلو تر منځ یې شپږم مقام خپل کړ.

په دغو سیالیو کې افغانستان بریالی شو، چې د انګلستان، پاکستان، سریلانکا او هالند لوبډلې وګټي.

Continue Reading

لوبی

آسترالیا د ۲۰۲۳ کرکت نړیوال جام د پایلوبې اتلولي خبله کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۹, ۱۴۰۲)

آسترالیا د یکشنبې پر ورځ په بایلوبه کې هند ته د شپږ ویکتو پر توبیر ماته ورکړه او شپږم نړیوال جام یې خپل کړ.

دا تاریخي لوبه د احمد‌آباد په نریندرا مودي لوبغالي کې د آسترالیا پر بري پای ته ورسېده.

په دې پایلوبه کې هند آسترالیا ته د ۲۴۱ منډو هدف وټاکه، چې آسترالیا په ۴۳ اورونو کې پوره کړ او لوبه یې د شپږ ویکتو پر توپیر وګتله او د ۱۳۰۰۰۰نندارچیانو ولولې یې د ځان پر ګته راوحرخولې .

د یادونې ده، چې افغانستان په دې جام کې شپږم ځای خبل کړی دی.

Continue Reading

لوبی

د کرکت نړیوال جام د پایلوبې په اړه اړینې څرګندونې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۷, ۱۴۰۲)

د سږ کال د نرینهوو کرکت نړیوال جام شپږ اوونیزې لوبې زړه‌راکښونکې وې، چې په ټوله نړۍ کې یې د کرکت مینهوال ځانته لیواله کړي؛ خو اوس هم پای ته رسیدلې نه‌دي او یوه لوبه پاتې ده، چې څوک به د روان کال اتلولي خپلوي.

د احمد آباد په نریندرا مودي لوبغالي کې د سږنۍ پایلوبې د ترسره کولو لپاره یوازې یوه ورځ پاتې ده، چې ۱۰۰ زره لیدونکي به ولري. د دې پایلوبې له لیدو مخکې اړینه ده، چې په افغانستان کې د آریانا تلویزیوني شبکې ژوندۍ خپرونه وګورئ.

پایلوبې ته د دې جام د لوبغاړيو رسیدل

هند د ګروپي پړاو پر وهلو ټولې نهه لوبې وګټلې او له ۱۸ نمرو برخمن شو. هند په ګروپي پړاو کې د ۲.۵۷۰  منډو د کچې پر تر سره کولو ټولې ۹ لوبې وګټلې او د لښتیلیک لومړی نمبر ځای یې ونیوه.

د نیوزیلند پر وړاندې په نیمه پایلوبه کې روهیت شرما  او شوبمن ګیل زړه راکښونکې توپ‌وهنه وکړه او د لوبډلې لپاره ښه پیل و. ویرات کوهلي هم د سچین تندولکر ریکارد مات کړ او د یو ورځنیو سیالیو پنځوسمه سلیزه یې پوره کړه. هند نیوزیلند ته د ۳۹۷ منډو هدف وټاکه او نیوزیلند ته یې د ۷۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

دغه راز آسترالیا په خپلو لومړیو سیالیو کې له هند او سویلي آفریقا څخه د ماتې له خوړلو سره – سره پاتې اووه لوبې وګټلې او د ۱۴ نمرو پر خپلولو یې پایلوبې ته لار وموندله.

په نیمه پای لوبه کې د سویلي آفریقا سره له دوه‌یمې لوبې مخکې آسترالیا کمزورې احساسېذله؛ خو ډېر ښه پیل یې درلود او جنوبي آفریقا پر ۲۴ منډو او ۴ ویکتوتر فشار لاندې ونیوله. د دیوید میلر سلیزې آفریقا هیله منه کړه؛ خو د کمینز او مچل ستارک پر ټوپ‌وهنې وکولی شول، چې جنوبي آفریقا د درې ویکتو پر توپیر وګټي او پایلوبې ته لار ومومي.

د لوبډلو جوړښت

د هند لوبډله: روهیت شرما ( لوبډلمشر) شوبمن ګیل، ویرات کوهلي، شریاس آیر، کی‌ال راهول، رویندرا جدیجا، شاردول تاکور، جسپریت بومرا، محمد سراج، کولدیپ یادو، محمد شمي، روی‌چندرن اشوین، ایشان کیشان، پراسید کریشنا، سوریاکومار یادو.

آسترالیا لوبډله: پت کمینز، ستیون سمیت، الیکس کري، جاش اینګلیس، شان ابوت، کامرون ګرین، جاش هازلوود، تراویس هد، مارنس لابوشاګن، میچ مارش، ګلن ماکسول، مارکوس ستینیس، دیوید وارنر، آدم زامپا، مچل ستارک.

د هوا حالات

که هوا د یکشنبې پر ورځ ستونزه رامنځته کړي؛ نو یوه بله احتیاطي ورځ شته؛ خو تر دې دمه ورځ لمرینه او تودوخه د سانتي ګراد ۳۳ درجې اټکل شوې ده.

نغدي جایزه

دا سیالۍ لس میلیون دالر ارزښت لري؛ د جام ګټونکی به څلور میلیون دالر کورته وړي او دوه‌یمه لوبډله به دوه میلیون دالره ترلاسه کړي.

لوبډلو د هر ګروپي پړاو د ګټلو لپاره ۴۰۰۰۰ دالر ترلاسه کړي.

لوبغالی

په احمد آباد کې د نریندرا مودي لوبغالی د نړۍ ترټولو لوی سپورت لوبغالی دی او د پایلوبې کوربه‌توب به کوي. دغه لوبغالی د اکتوبر پر پېنځمه د دغو سیالیو د پرانیستلو کوربه‌توب هم کړی. دغه لوبغالی د ۱۳۲۰۰۰ کسانو وړتیا لري.

پایلوبه د کابل پر وخت د ماسپښین پر ۱ بجه پیلیږي او پچه اچونه به نیم ساعت مخکې ترسره شي.

پخوانۍ بریاوې

آسترالیا او هند په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې ۱۳ ځلې مخ شوي، چې اته ځلې آسترالیا ګټلي او هند پېنځه بریاوې پخپل نوم کړې دي.

دغه راز آسترالیا په ۱۵۰ یو ورځنیو لوبو کې له بریاوو برخمنه ده؛ ۸۳ لوبې او هند ۵۷ هغه ګټلې دي.

پایلوبې ته د رسېدو لار

هند نهه لوبې ګټلي او ماته نه‌لري؛ هند په ګروپي پړاو کې د ۲.۵۷۰  منډو پر تر سره کولو د لښتیلیک لومړی نمبر ځای نیولی او په نیمه پایلوبه کې یې نیوزیلند ته د ۷۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړې ده.

آسترالیا په ورته وخت کې اووه د ګروپي پړاو لوبې وګټلې؛ دوه یې بایللي او د منډو کچه یې ۰.۸۴۱ ته رسېدلې او په نیمه پایلوبه کې یې سویلي آفریقا ته د درې ویکتو پر توپیر ماتې ورکړې ده.

د مینه والو لپاره

د آریانا نړیواله تلویزیوني شبکه (ATN) د روان کال د نړیوال جام د یو ورځنیو سیالیو پر زړه پورې سیالۍ د میلیونونه افغانانو کورونو ته رسولې او یو ځل بیا به د یکشنبې لوبه وړاندې کړي.

دا شبکه د افغانستان لپاره د لوبو د خپرولو ځانګړی حق لري، چې د یکشنبې پر ورځ به له ۱۲ بجو څخه پر ژوندۍ بڼه له آریانا تلویزیون، آریانا نیوز او آریانا ایف ایم ۹۳.۵ څخه خپریږي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!