لوبی

محمد نبي د ۲۰۲۶ کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالیو ته چمتووالی اعلان کړ

دا ۳۹ کلن لوبغاړی اوس‌مهال په سریلانکا غوره لیګ کې د ډمبولا سیکسرز لوبډلې لوبډلمشر دی.

Published

on

د افغانستان کرکټ وتلی لوبغاړي محمد نبي اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۶ کال په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې، چې د هند او سریلانکا پر کوربتوب به ترسره شي؛ چمتووالی لري.

دا ۳۹ کلن لوبغاړی اوس‌مهال په سریلانکا غوره لیګ کې د ډمبولا سیکسرز لوبډلې لوبډلمشر دی.

د کریک بز د څرګندونو له مخې؛ نبي په پریماداسا لوبغالي کې له یوه خبریال څخه وپوښتل: آیا ته غواړې چې زه ګوښه شم؟! تر څو پورې به خپلې لوبې روانې ساتم؟ تر دې دمه مې بدن کار کوي او چټکې منډې وهم. زه د ډګر او لوبغالي په شاوخوا کې توپ ښه رانیسم او ښه توپ اچونه کوم. اوس هم ښه یم او هڅه کوم چې د امکان تر حده ځان سم وساتم. محمد نبي زیاته کړې، چې افغانستان ورته اړتیا لري او که غوره شي؛ نو د راتلونکي کال په ۵۰ اوریزه اتلولۍ جام او ۲۰۲۶ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام کې به هم ولوبیږي.

نوموړي ویلي؛ د ۲۰۲۴ کال په نړیوال جام کې افغانستان په رښتیا رښتیا هم ښه وځلېد؛ مونږ په نړیوالو سیالیو کې لوی او غښتلئ لوبدلې ماتې کړې. هو! لومړی ځل په نیمه پایلوبه کې ولوبېدو او دا راته یوه لویه لاسته راوړنه وه.  هیله من یم، چې نورې لاسته راوړنې مو هم پر برخه شي. مونږ د یوې لوبډلې په توګه په نړیوال جام کې لوبه وکړه او ټولو لوبغاړو مو په دې نړیوال جام کې پوره ونډه واخیسته.

Trending

Exit mobile version