پرمختګ او بشپړتیا

مرستندويان د پوهنې مطبعې تجهيز او بيارغونې ته ليوالتيا نه لري- صالحي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پوهنې وزارت مطبعې چارواكي وايي، چې:

دې مطبعې ته د دولت او په خاص ډول د پوهنې وزارت نه پاملرنه د دې لامل شوى، چې د درسې كتابونو د چاپولو په موخه ميليونونه ډالر له هېواد  بهر ولگول شي.

د دغې مطبعې رييس انجينير محمد صابر صالحي وايي:

كه دوى ته پاملرنه وشي؛ نو دغه مطبعه  په لوړ كيفيت د درسي كتابونو او نورو درسي توكو د چاپ په برخه كې د پوهنې وزارت اړتيا پوره كولى شي .

نوموړى وايي، چې:

له هېواد بهرد درسي كتابونو چاپ نه يوازې اقتصادي زيان دى، بلكې املايي او انشايي تېروتنې هم لري .

د يوهنۍ وزارت وياند امان الله ايمان وايي، چې:

د پوهنې وزرات د مطبعې له تجهيزولو وړاندې نورې ډېرې چارې په لومړيتوب كې دى، چې بايد د پوهنې وزارت يې تر سره كړي .

د پوهنې وزارت د مطبعې وداني  شپېته كاله وړاندې د پوهنې وزارت د درسي كتابونو او نورو اړينو توكو د چاپ په موخه جوړه شوې وه .

د پوهنې وزارت مطبعې رييس انجنير محمد صابر صالحي وايي، چې:

دې مطبعې له اتياوو ډېرد چاپ ماشنونو درلودل، چې د مجاهدينو د حكومت تر راتلو يې هم كار كاوه، خو اوس په دغه مطبعه كې يوازې يوولس د چاپ ماشينونه پاته دي.

نوموړى وايي، چې:

مرستندويه بنسټونه د نوموړې مطبعې تجهيز او بيارغونې ته هيڅ ليوالتيا نه لري، چې له لامله  يې د درسي كتابونو د چاپ لپاره ميليونونه ډالر له هېواد بهرځي .

نوموړى زياتوي، چې:

د پوهنې وزارت يوازې اتلس قلمه محرم اسناد د چاپ لپاره دغې مطبعې ته ورليږي او بس .

صالحي وويل، چې:

له هېواد بهرد درسي كتابونو او په تېره بيا د دينې كتابونو چاپ په دغو كتابونو كې د لاسوهنو او تېروتنو اندېښنې هم له ځان سره لري او د دغو كتابونو د چاپ د قراردادونو په به برخه كې د پوهنې وزارت د كاركوونكيو او د  قراداد كوونكيو له خوا روڼ حساب وركول هم موجود نه دى.

نوموړى وايي، چې:

دوى د ځاى له كبله هم ستونزې لري. ان يو پرمختللى ماشين، چې تېر كال يې د ۲۶۰ زرو ډالرو په ازرښت اخستې؛ تر اوسه نه دى فعاله شوى .

د نوموړې مطبعې رييس وايي:

په داسې حال كې، چې دوى اوس هم د افغانستان د ښوونځيو د اړتيا وړتوكې لكه حاضرۍ ، شهادت نامې ، ترقي تعليم او نور په واك كې لري، خو بيا هم د هېواد يو شمېرښوونځي د دغو توكو د نه شتون له ستونزو سره مخ دي .

د پوهنې وزارت وياند امان الله ايمان وايي، چې:

پوهنې وزارت ته د يادې مطبعې له تجهزولو څخه د نصاب را منځته كول او د مسلكي ښوونكيو پيدا كول په لومړيتوب كې دي .

نوموړى وايي، چې:

اوسمهال د پوهنې وزارت مطبعه د دوى ستونزې نه شي حلولى او دغه وزارت به په راتلونكيو څلور كلونو كې د ايران په مرسته دغه مطبعه په پرمختلليو وسايلو سمبال او ورغوي.

په داسې حال كې، چې د پوهنې وزارت له هېواد څخه بهر د باكيفيته درسي كتابونو د چاپ خبر وركړى، خو د روان كال په پيل كې د بې كيفته درسي كتابونو د چاپ په باب د هېواد په رسنيو كې تاوده بحثونه او ناندرې رامنځته شوې دي .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version