Connect with us

سوداگري

مرسته کوونکیو افغانستان ته د ۲۸۰ میلیون ډالرو رالېږدول ومنل – نړیوال بانک

خپور شوی

د

نړیوال بانک د جمعې پر ورځ تائید کړه، چې تمویلوونکیو د افغانستان بیارغونې وجهي صندوق او خواړو نړیوال پروګرام ته د ۲۸۰ میلیون ډالرو لیږد منلی دی.

د دغو مرستو موخه دا ده، چې د افغانستان له خلکو سره د بشري ناورین په له منځه وړلو کې مرسته وکړي. په داسې حال کې، چې له اسلامي امارت سره مرسته یې ډدې ته کړې ده.

رویټرز راپور ورکړی، چې د افغانستان اسلامي امارت ويلي؛ نړیواله ټولنه ریښتیني نده او باید له تېرو تېروتنو ډډه وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني له چین نړیوالې ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې اسلامي حکومت خپلواک، مسوول او خپلو ژمنو ته ژمن پاتې دی.

هغه وایي؛ اوسنی حالت د نړیوالې ټولنې لپاره په ځانګړي توګه د نړۍ ځواکمنو هېوادونو ته یوه ښه شېبه ده، چې د اړیکو یو نوی باب پرانیزي او د تعامل دا بڼه به د افغانستان او نړیوالې ټولنې په ګټه وي.

د پیسو نړیوال صندوق ( آی ام اف) هم په افغانستان کې د اسلامي امارت د حکومت د پر رسمیت پېژندلو په اړه د نړیوالې ټولنې د وضاحت د نشتوالي له کبله له ۴۰۰ میلیون ډالرو څخه د ډېرو مرستو د استولو مخه هم ونیوله.

د دغه راپور له مخې؛ نړیوال بانک هم د دغه هېواد لپاره د ځانګړې شوې مرستې پیسې بندې کړې.

د کابل یو اوسیدونکي محمد منګل ویلي: مونږ له نړیوالې ټولنې پر امریکا د فشار راوړلو غوښتنه کوو، چې زمونږ کنګل شوې پیسې آزادې کړي؛ ځکه دا د خلکو پیسې دي.

د کابل ښار يوه بل اوسیدونکي شېر آغا څرګنده کړې: د يو انسان په توګه زه له نړيوالې ټولنې غواړم، چې د بشري ارزښتونو پر بنسټ د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

د رویټرز د څرګندونو له مخېګ افغان کارپوهان له بشري مرستې هرکلی کوي؛ خو ټینګار کوي، چې دا بسنه میلیونونو اړمنو خلکو ته بسنه نکوي.

د مدني ټولنې هڅاند عبیدالله بهیر وایي: هر څومره، چې دا پیسې ګټورې وي بیا هم بسنه نکوي. نړیواله ټولنه باید له طالبانو ( اسلامي امارت سره ) سره په اړیکو کې ښکېل او ورسره تعامل وکړي، چې مونږ کاري اړیکه پیدا کړو او د افغانستان بانکي زیرمې خوشې شي.

اقتصادي کارپوه علم خان همدرد ویلي: اقتصادي پرمختګ له پیسو پرته ناشونی دی. له نړیوالې ټولنې، نړیوال بانک، د پیسو نړیوال صندوق، د امریکا له حکومت او اروپايي ټولنې مو غوښتنه داده، چې د افغانستان د اقتصادي بحران په راکمولو کې مرسته وکړي.

رویټرز راپور ورکړی؛ ډېري کارپوهان پدې باور دي، چې سږنی ژمی به د ملیونونو افغانانو لپاره تر ټولو سخت وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د زمري پر ۲۴ / د اګست پر ۱۵ اسلامي امارت په کابل کې بیا واک تر لاسه کړ او ور سره سمدستي امریکا د افغانستان بانک ۹ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالرو زیرمو ته د دوی لاسرسی بند کړ او د اګست پر ۳۰ یې له کابل هوایي ډګره خپل پوځي او سیاسي ځواک وویست.

سوداگري

افغان سوداګر باید د پاکستان له لارې پر سوداګرۍ خپله تکیه راکمه کړي – اسلامي امارت

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له سوداګرو سره په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې پاکستان تل د افغانستان سوداګریزې لارې بندې ساتي او غیر سیاسي مسایل د سیاسي وسیلې په توګه کاروي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت څرګنده کړې؛ د ملي درنښت، سوداګریزو ګټو او د هېواد د وګړو د حقونو ساتنې لپاره پرېکړه شوې، چې افغان سوداګر باید د پاکستان له لارې پر سوداګرۍ او ټرانزیټ خپله تکیه راکمه کړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له سوداګرو سره په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې پاکستان تل د افغانستان سوداګریزې لارې بندې ساتي او غیر سیاسي مسایل د سیاسي وسیلې په توګه کاروي.

په دې غونډه کې ملا‌برادر له سوداګرو وغوښتل، چې د امکان تر حده له پاکستان سره له سوداګرۍ ډډه وکړي او د خپلو توکو د ټرانزیټ لپاره بدیلې لارې وکاروي.

د ملا برادر د څرګندونو له مخې؛ له پاکستان څخه واردات باید بدیلو بازارونو او هېوادونو ته واستول شي، ځکه اوسمهال بېلابېل غوراوي لرو.

هغه دا هم ویلي، چې د درملو واردات باید په بشپړ ډول راکم شي او سوداګر باید خپل حسابونه او معاملې له پاکستان څخه راټولې کړي.

دغه راز په دې ناسته کې د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې افغان سوداګرو ته په یوه میاشت کې د تورخم د دروازې له تړل‌کېدا ۲۰۰ میلیون ډالر زیان اوښتی دی.

دا پرېکړه د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د سوداګریزو کړکېچونو د زیاتوالي او د پاکستان له‌خوا د لارو د پرله‌پسې تړلو وروسته رامنځته شوې ده.

Continue Reading

سوداگري

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدا سوداګر ۲۰۰ میلیون ډالر زیانمن کړل

د “نیشن” د راپور له مخې؛ د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل کېدا د دواړو لوریو سوداګرو ته شاوخوا ۲۰۰ میلیون ډالر مالي زیانونه اړولي او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د پاکستان سوداګري یې هم پر ټپه ولاړه ده.

Published

on

پاکستانیو رسنیو راپور ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ورځو کې د سوداګریزو لارو بندېدا د افغانستان او پاکستان سوداګرله پراخو اقتصادي زیانونو سره مخ کړي دي.

د “نیشن” د راپور له مخې؛ د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل کېدا د دواړو لوریو سوداګرو ته شاوخوا ۲۰۰ میلیون ډالر مالي زیانونه اړولي او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د پاکستان سوداګري یې هم پر ټپه ولاړه ده.

رسمي سرچینو ویلي، چې د اوکټوبر له دولسمې څخه تر یودېرشمې پورې د ۸ لارو د تړل‌کېدا په پایله کې له ۵۰ میلیون ډالرو څخه ډېر مستقیم زیانونه اړولي او زرګونه لارۍ او سوداګر د لارو دواړو خواوو ته بند پاتې دي؛ خوسا کېدونکي توکي په ګمرکونو کې له منځه تلي او سلګونه ټنه تازه میوو او خواړو زیانونه لیدلي دي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې: افغانستان هره میاشت له پاکستان څخه شاوخوا ۱۵۰ میلیون ډالر واردات لري او ۶۰ میلیون ډالر صادروي؛ خو د لارو تړلو دا بهیر په ګډوډ کړی دی. همدارنګه د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د پاکستان صادرات بند شوي دي.

د دې بحران په پایله کې زرګونه کارګران اغېزمن شوي او له زر څخه زیاتې لارۍ د کراچۍ په بندر کې ولاړې پاتې دي.

همدارنګه، راپورونه ښیي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري د روان مالي کال په لومړۍ ربع کې ۶ سلنه کمه شوې، چې تېر کال له ۵۰۲ میلیون ډالرو څخه ۴۷۵ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده. په سپتمبر کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم هم د تېر کال پر پرتله ۱۳ سلنه کم شوی دی.

Continue Reading

سوداگري

د امریکا له بندیزونو څخه د چابهار بندر معافیت وغځول شو

ایکانومیک ټایمز څرګندوي؛ دا غځېدا د هند او امریکا ترمنځ له ژورو خبرو اترو وروسته رامنځته شوه. نوي ډیلي ټینګار کړی، چې د چابهار بندر پرله‌پسې فعالیت نه یوازې د سیمه‌ییز اتصال پروګرام د بریالیتوب لپاره، بلکې افغانستان ته د بشري مرستو په اړه هم اړین دی.

Published

on

ایکانومیک ټایمز د څرګندونو له مخې؛ امریکا د چابهار بندر معافیت د راتلونکي کال تر پیل پورې غځولی، چې د هند د سیمه‌ییز اتصال پلان لپاره سټراټیژیک اهمیت لري او له افغانستان، مرکزي آسیا او روسیې سره د نوي ډیلي د اقتصادي اړیکو پراخولو لپاره لار اواروي.

ایکانومیک ټایمز څرګندوي؛ دا غځېدا د هند او امریکا ترمنځ له ژورو خبرو اترو وروسته رامنځته شوه. نوي ډیلي ټینګار کړی، چې د چابهار بندر پرله‌پسې فعالیت نه یوازې د سیمه‌ییز اتصال پروګرام د بریالیتوب لپاره، بلکې افغانستان ته د بشري مرستو په اړه هم اړین دی.

اسلامي امارت د بهرنۍ سوداګرۍ د پراختیا لپاره له چابهار بندر څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې غوښتنه کړې ده.

اقتصاد وزارت د چابهار فعالیت د سیمې او افغانستان لپاره مهم بولي او څرګندوي؛ افغانستان هڅه کوي، چې د چابهار له لارې خپل صادرات او ټرانزیټ ته پراختیا ورکړي.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي، چې له چابهار څخه افغانستان د خپلو صادراتو او ټرانزیټ د پراختیا په هڅه کې دې.

نوموړي زیاته کړې؛ له دې لارې فعالیت کېدی شي د منځنۍ او جنوبي آسیا تر منځ د دهلیز په توګه مطرح شي.

دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال له افغانستان سره د اقتصادي همکارۍ د پرا ختیا لپاره د ولایتي ظرفیتونو پر کارولو ټینګار کړی دی.

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي هم په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د ایران د تېلو صادرات د اوسپنې‌پټلۍ له لارې ترسره شوي دي.

د اقتصادي چارو شنونکو ويلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د پولې دواړو غاړو ته د ولایتي ظرفیتونو کارول اړین دي. د چابهار بندر فعالیت او په کې د ظرفیتونو جوړېدل به نه یوازې دافغانستان پر اقتصاد، بلکي د سیمې پر اقتصادي همکاریو هم مثبتې اغېزې لري.

 راپورونه ښيي؛ روسیه، د قزاقستان او ازبکستان له لارې هم غواړي، چې له دې بندر څخه د هند او نورو آسیایي هېوادونو سره د سوداګرۍ د ودې لپاره کار واخلي.

ویل کیږي، چې چابهار بندر د هند او ایران ترمنځ د لس کلن تړون له مخې فعالیت کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ صادراتي، ټرانزیټي او اقتصادي همکاریو ته زمینه برابروي، چې په وروستیو اوونیو کې هند له دې لارې افغانستان ته څو امبولانسونه او طبي مرستې هم لېږلې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!