سیمه ییز خبرونه
مسعود د بن لادن په دستور وژل شوى دى- احمد ولي مسعود
د شهيد احمدشاه مسعود ورور احمد ولي مسعود وايي:
د القاعده شبكې د رهبراسامه بن لادن د كورنۍ يوه غړي ويلي، چې مسعود د بن لادن په دستور وژل شوى دى.
په همدې وخت كې د تغيير و اميد ائتلاف رهبرعبد الله عبد الله وايي:
د افغانستان د شهيدانو يادونه يوازې په شعار كې ده او د هيلو د پوره كولو لپاره يې هيڅ پروگرام نشته .
له بلې خوا د كابل د ولايتي شورا رييس د شهيد اوونۍ په نمانځغونډه كې، چې د همدې شورا له خوا جوړه شوې وه د شهيدانو وارثانو، معلولينو او معيوبينو ته په نه پاملرنه نيوكه وكړه .
په دې مراسمو كې يو شمېرجهادي شخصيتونو، د ملي شورا غړيو، عالمانو، مجاهدينو او يو شمېركابل ښاريانو برخه اخيستې وه.
گډونوالو د افغانستان د شهيدانو د كارنامو په اړه، چې د افغانستان خپلواكي وه خبرې وكړې .
د تغييرو اميد ائتلاف مشرعبدالله عبدالله د اوسنيو ستونزو لامل د شهيدانو هيلو ته نه پاملرنه گڼي.
د كابل د ولايتي شورا رييس پر مسوولينو نيوكه وكړه، چې د جهاد او مقاومت د شهيدانو، معلولينو او معيوبينو كورنيو ته پاملرنه نه كوي .
د شهيد احمدشاه مسعود د بنسټ رييس احمد ولي مسعود وايي:
ميرمن كارمن، چې د اسامه له ورور سره يې واده كړى د( پادشاهانو قلمرو ) نومي كتاب كې افشا كړې، چې مسعود د اسامه بن لادن په دستور وژل شوى دى.
ميرمن كارمن ويلي، چې:
د اسامه بن لادن له پېژندنې ويلى شي، چې هغه هر ډول ناورين رامنځته كولى شو .
نوموړى دغه راز په ولسمشر حامد كرزي نيوكه كوي، چې د شهيد د اوونۍ په هيڅ نمانځغونډه كې يې گډون ونه كړ، بلكې په دې اړه يې كوم پيغام هم نه دى ورليږلى، چې د پاملرنې وړ ده .
ډېركسان په دې اند دي، چې يوازې د شهيدانو نمانځغونډې ستونزې نه حلوي او بايد د جهاد او مقاومت د شهيدانو، معلولينو او معيوبينو له كورنيو سره لازمه همكاري وشي