تازه خبرونه
مسکو د سولې په ناسته کې د ملي پخلاینې عالي شورا مشرتابه ته د ګډون بلنه ورکړې
د ملي پخلاینې عالي شورا نن دوشنبه ( د کب ۱۸) ویلي، چې روسیې د مسکو د سولې په غونډه کې د ګډون لپاره د ملي بخلایمې عالي شورا مشرتابه ته بلنلیک رالیږلی دی.
دغې شورا څرګنده کړې، چې بلنه یې ترلاسه کړې او د شورا له مشرتابه سره مشوره کوي.
د ملي پخلاینې عالی شورا ویاند فریدون خوځون په خپل ټویټ کې په ډاګه کړې: د حکومت مشرتابه، ځینې سیاسي مشران، د طالبانو مشران، د سیمې هېوادونه او امریکا هم دې غونډې ته رابلل شوي دي.
دغه راز امریکا غواړي، چې د ملګرو ملتونو د همکارۍ پر بنسټ په ترکیه کې د یوې پراخې غونډې پر رابللو د افغانستان د سولې بهیر ګړندی کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان چارواکو او طالبانو سره د سولې پر انتقالي حکومت او په ترکیه کې بن ته پر ورته یوې پراخې ناستې له خبرو وروسته پاکستان ته سفر کړی دی.