لوبی

مسیي د سرو زرو توپ اوومه ډالۍ هم خپله کړه

Published

on

د فرانسې د فوټبال مجلې له پرېکړې سره سم د آرجنټاین د فوټبال د ډګر اتل لیونل میسي د دوشنبې پر شپه د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د نړۍ د غوره لوبغاړي د سرو زرو توپ ډالۍ د اووم ځل لپاره هم خپله کړه.

له میسي وروسته رابرټ لوانډوفسکي دوه یم ځای نیولی. له میسي مخکې جورجینو، رابرټ لیوانډوفسکي، انګولو کانټه او کریم بنزیما د دې جایزې د ګټونکیو په توګه یاد شوي دي.

لیونل میسي د دې جایزې د تاریخ  تر ټولو ویاړ لرونکی لوبغاړی دی او تر بل هر لوبغاړي ډېرې اړوند جایزې یې ترلاسه کړي دي. له دې مخکې میسي شپږ ځله د سرو زرو توپډالۍ ګټلې دي.

د خپلې جایزې له ترلاسه کولو وروسته نوموړي هغه سره تڼۍ کېکاږله، چې ورسره د ایفل برج څراغونه روښانه او بریا یې ونمانځل شوه.

په دې مراسمو کې الکسیا پوټیاس د فوټبال د غوره ښځینه لوبغاړې د د سرو زرو توپ ډالۍ وګټله.

آغلې پوټیاس، چې د هسپانیا په بارسلونا لوبډله کې لوبه کوي اود اروپا اتلولۍ په سیالیو کې یې اتلولي خپله کړه وګټله.

دغه راز رابرټ لوانډوفسکي د کال غوره ګول ساتونکی هم ونومول شو، چې د چیلسي پخواني افسانوي لوبغاړي او ګول وهونکي ډیډیه ډروګبا څخه جایزه ترلاسه کړه.

د فرانسې د فوټبال د پرېکړې له مخې؛ د ايټاليا د ملي لوبډلې ګول کيپر جي جي ډوناروما د کال غوره ګول کيپر او د لیو ياشين جايزه ورکړشوه. هغه د کال لسم لوبغاړی هم ونومول شو.

همدارنګه چیلسي هم د کال غوره لوبډله وټاکل شوه.

د ۲۰۲۰ کال د دسره زرو توپ ډالۍ په ځینو هېوادونو کې د کرونا ویروس د خپریدو او د سیالیو د پیلېدو له کبله ترسره نه شوه او اوس یو کال وروسته بیا دا سیالۍ ترسره کیږي.

Trending

Exit mobile version