تازه خبرونه
مشرانو جرګه به د رسنیو په قانون کې د تعدیل طرحه تصویب نکړي
د مشرانو جرګې غړیو ویلي؛ د حکومت لخوا د رسنیو په قانون کې د تعدیل طرحه له اساسي قانون سره په ټکر کې ده او هیڅکله به تصویب نشي.
د مشرانو جرګې غړي وايي، چې په قانون کې راغلیو تعدیلاتو ته به رایه ورنکړي.
دوی دغه تعدیلات د بیان له آزادۍ او اساسي قانون سره په ټکر کې ګڼي.
د کابینې لخوا د رسنیو په قانون کې له راوستل شویو تعدیلونو وروسته د رسنیو کورنۍ اندېښمنه کړې او څرګندوي، چې د افغانستان د اساسي قانون په څلورمه ماده کې د بیان آزادي څرګنده ده.
خبریالانو ویلي؛ د رسنیو په قانون کې راغلي تعدیلات د بشري حقونو په اړه د نړیوالې اعلامې له نولسمې مادې سره هم په ټکر کې دي.
خبریالان له ملي شورا غواړي، چې راوستل شوي تعدیلونه ونه مني.
د رسنیو په قانون کې د رامنځته شویو تعدیلونو له مخې؛ رسنۍ اړ دي، چې پر محکمې سربېره خپلې سرچینې لویې څارنوالۍ، ملي امنیت او پولیسو ته هم وښيي.
ویل کیږي، چې دا تعدیلونه د اساسي قانون له اوومې، یو سل و شلمې او یو سل و دوه ویشتمې مادې سره ښکاره په ټکرکې دي.