سیمه ییز خبرونه

مصر د غزې د اوربند د بیا پیل لپاره نوی وړاندیز وکړ

د فلسطین روغتیايي چارواکو اعلان کړی، چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راپدېخوا د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۶۵ کسان وژل شوي دي.

Published

on

مصر د غزې د اوربند د بیا پیلولو لپاره یو نوی وړاندیز وړاندې کړ، چې په کې د یرغمل شویو کسانو خوشې کول او د اسرائیلو د پوځ وتل رانغاړي؛ خو اسرائیلو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

امنیتي چارواکو رویټرز ته ویلي، چې مصر د غزې د اوربند د تړون د بیا پیلولو لپاره یو نوی وړاندیز وړاندې کړی دی. دا وړاندیز د مارچ پر اته‌لسمه د اسرائیلو لخوا د حماس وسلوالو پر وړاندې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو له پیل وروسته د تاوتریخوالي د زیاتوالي وروسته رامنځته کیږي، چې له ۱۵ میاشتو جګړې وروسته یې د نسبي ارامۍ دوه میاشتنۍ دوره پای ته ورسوله.

د فلسطین روغتیايي چارواکو اعلان کړی، چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راپدېخوا د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۶۵ کسان وژل شوي دي.

د مصر په وړاندیز کې د حماس لخوا هره اوونۍ د پېنځه اسرائیلي یرغمل شویو خوشې کول رانغاړي. دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیل به د لومړۍ اوونۍ وروسته د اوربند دوه‌یم پړاو پلی کړي.

حماس اوس هم ۵۹ یرغمل لري، چې احتمال لري ۲۴ یې ژوندي وي.

د امریکا او حماس لخوا پدې وړاندیز هوکړه شوې ده؛ خو اسرائیلو تر اوسه ځواب ندی ورکړی.

د مصر په پلان کې له غزې څخه د اسرائیلو د بشپړ پوځي وتلو مهالوېش هم شته، چې د پاتې یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په اړه د امریکا له تضمینونو وروسته به وي.

حماس اسرائیل د جنورۍ د اوربند د تړون پر سرغړونه تورن کړی؛ خو اعلان یې کړی، چې د اوربند د نوي کولو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی.

Trending

Exit mobile version