تازه خبرونه
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي اسلامآباد ته رسېدلی
Last Updated on: مرغومی ۲۵, ۱۴۰۲
په افغانستان کې د ایران سفارت څرګنده کړې؛ د افغانستان په چارو کې د ایران د ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي پر مشرۍ یو لوړ پوړی ایراني پلاوی د یکشنبې پر ورځ اسلامآ باد ته رسېدلی دی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د ایران استازی به له خپل پاکستاني سیال اصف دراني او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.
ویل کیږي، چې حسن کاظمي قُمي اسلامآباد ته له سفر مخکې په کابل کې د چین له سفیر سره د افغانستان پر وضعیت هم خبرې کړې دي.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي له دې مخکې ویلي وه، چې د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازو غونډه به په کابل کې جوړه شي.