بی بی سی پښتو

ملاله: طالبان دې افغانو نجونو ته هم د زدکړو اجازه ورکړي

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۷, ۱۴۰۰)

د نوبل جایزې ګټونکې او د نجونو د زدکړو فعالې ملالې یوسفزۍ پر افغان طالبان غږ کړی چې په دې هېواد کې د هلکانو ترڅنګ نجونو ته ښوونځي ته د تلو او د زدکړو اجازه ورکړي.

نوموړې بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې ویلي، وېره لري چې د نجونو پر زدکړو اوسنی بندیز ښایي کلونه دوام وکړي.

افغان طالبانو رسماً ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز نه دی لګولی، خو تېره میاشت یې اعلان کړی و چې د منځنیو ښوونځیو نجونې دې ‘د مناسب چاپېریال تر برابرېدو’ په کورونو کې پاتې شي.

له هغه اعلان راهیسې د پلازمېنې کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو کې یو شمېر نجونې منځنیو ښوونځیو ته ستنې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا ونيسف اجراييوي مرستيال عمر عبدي چې تېره اوونۍ کابل ته سفر کړی و د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې خبريالانو ته ويلي، چې طالبانو د افغانستان له ۳۴ ولايتونو څخه په پنځو کې چې په هغو کې بلخ، جوزجان، سمنګان، کندوز او اروزګان شامل دي نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړې چې ليسې ته ولاړې شې.

خو ملالې یوسفزۍ بي بي سي سره خبرو کې وویل، که هلکانو ته د ښوونځیو ته د تګ اجازه شته نو نجونې هم باید په ټول افغانستان کې دا حق ولري.

نوموړې وایي: “طالبان هېڅکله هم رسماً نه وایي چې نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه لري. تل وایي چې شرایط برابر نه دي او دوی دې برخه کې هڅې کوي. ځینې وخت وایي چې نجونې پخپله نه غواړي ښوونځیو ته لاړې شي. دوی په ۱۹۹۶ کال کې هم د نجونو پر زدوکړو موقتي بندیز لګولی و، خو پنځه کاله یې دوام وکړ. زه وېره لرم چې افغانستان کې زما خویندې به یو ځل بیا کلونه په کور ناستې وي”.

د نجونو د زدکړو په اړه د طالبانو دریځ

Getty Images
طالبان وایي، هر کله چې مناسب شرایط بربر شي ټولې نجونې به ښوونځیو ته ستنې شي

طالبانو پر ټول افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته تېره میاشت ويلي وو چې “د اسلامي اصولو له مخې له شپږم ټولګې پورته د نجونو د زدکړو لپاره په لارښود کار کوي”.

د یونیسف مشر ښاغلی عبدي هم وايي، د طالبانو د پوهنې وزير هم ورته د دې پلان یادونه کړې او تمه ده چې دا پلان به له يوې تر دوو مياشتو پورې خپور شي.

طالب ویاندویان هم بي بي سي سره خبرو کې ویلي، هر کله چې ‘مناسب شرایط’ برابر شي نو د نجونو د زدکړو پر وړاندې به هېڅ خنډ نه وي.

خو دې ډلې په دې اړه وضاحت نه دی کړی چې له ‘مناسبو شرایطو’ یې مطلب څه دی او دوی یې د برابرولو لپاره څه کوي.

ه دې وروستيو کې د بښنې نړيوال سازمان هم پر طالبانو غږ وکړ چې سملاسي نجونو ته اجازه وکړي چې خپلو زدکړو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو د بيا پرانيستل کېدو لپاره پر ټولنيزو رسنيو “افغان نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړی” هشتګ هم کارول کېږي.

Trending

Exit mobile version