تازه خبرونه

ملي امنیت د داعش لوړپوړي غړي نیولي

Published

on

Last Updated on: غویی ۲۳, ۱۳۹۹

د ملي امنیت عمومي ریاست په افغانستان کې د داعش د جنوبي او ختیځې آسیا د مشر له نیولو خبر ورکړی دی.

په هغه خبرپاڼه کې، چې دې بنسټ خپره کړې؛ راغلي، چې د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو په ځانګړیو عملیاتو کې ضیاالحق( شیخ ابو عمر الخراساني) نیولی دی.

د دغې خبرپاڼې له مخې؛ د داعش د دغه اړین کس په اړه بشپړ معلومات د دې ډلې ۴ مسوولینو، چې د ملي امنیت په بند کې دي؛ افغان ځواکونو ته په ډاګه کړي دي.

خبرپانې دغه راز څرګنده کړې، چې په دې عملیاتو کې د داعش د عامه اړیکو مسوول صهیب او د داعش د جنوبي آسیا د څانګې د استخباراتو مشر ابو علی هم نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ۶ ورځې مخکې د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو په شکردره او د کابل ښار د ۱۱ ناحیې په اړوند سیمه کې د داعش او حقاني شبکې یو ګډ پتنځی هم له منځه وړی دی.

دغه ریاست په ډاګه کړې، چې په دغو شپنیو عملیاتو کې ۵ داعشیان او د حقاني څانګې غړي د ۳ ښځو په ګډون وژل شوي او د دوه ماشومانو په ګډون ۸ نور یې نیولي دي.

Trending

Exit mobile version