تازه خبرونه

ملي دفاع وزارت د دفاعي ځواکونو د نوي یونیفورم مخکتنه وکړه

 دغه یونیفورم، چې د کمانډو، سرحدي ځواکونو او ملي اسلامي اردو لپاره ټاکل شوی؛ د ملي دفاع وزارت په تالار کې نندارې ته وړاندې شو.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت ملي دفاع وزارت نن (دوشنبه د سلواغې اووه‌ویشتمه) په یو لړ مراسمو کې د هېواد د دفاعي ځواکونو نوې یونیفورم پېژندنې ته وړاندې کړ.

 دغه یونیفورم، چې د کمانډو، سرحدي ځواکونو او ملي اسلامي اردو لپاره ټاکل شوی؛ د ملي دفاع وزارت په تالار کې نندارې ته وړاندې شو.

په دې مراسمو کې، چې د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز محمد فصیح‌الدین فطرت، ملي دفاع وزارت یو شمېر رییسانو او مسوولانو او د مرکزي قطعاتو قومندانانو په کې ګډون کړی و؛ د وسله‌والو ځواکونو په لیکو کې د نظم، انضباط او واحد هویت پر ارزښت ټینګار وشو.

محمد فصیح‌الدین «فطرت» په خپلو خبرو کې ویلي، چې نظامي یونیفورم د نظم او انضباط د ټینګښت او د ځواکونو ترمنځ د ګډ هویت د رامنځته کولو لپاره وېشل کېږي او د هغې بشپړ مراعات د ټولو دفاعي ځواکونو لپاره بنسټیز اصل دی.

هغه زیاته کړې؛ نوی یونیفورم د وسله‌والو ځواکونو د یووالي او پیوستون نښه ده او هغه کسان، چې د پوځ لیکو ته داخلېږي باید د هېواد دفاع خپل مسوولیت او ژمنتیا وبولي.

دغه راز د ملي دفاع وزارت د اطلاعاتو او سټراټېژیکو نشراتو رییس عنایت‌الله خوارزمی هم ټینګار کړی،  چې هر نظامي باید له ځواکمنې ارادې او لوړ فکر لرونکی وي؛ پوځي اصول او نظم مراعت کړي.

نوموړي ویلي، چې پوځیان باید د هېواد د دښمنانو پر وړاندې پرېکنده، ټینګ او خلکو ته له اخلاقو، مسوولیت‌پالنې او ښه چلند برخمن پاتې شي.

ویل کیږي، چې د دې نوي یونیفورم پېژندنه د هېواد د دفاعي ځواکونو د انسجام، انضباط او واحد هویت د پیاوړتیا پر لوري یو اړین ګام دی.

Trending

Exit mobile version