Connect with us

سوداگري

ملي پانګوال دې په اقتصادي ځانبسیاینه کې ونډه واخلي ـ اسلامي امارت

Published

 on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۹, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د افغان انویست نومي سهامي شرکت د پرانستلو پرمهال له ملي پانګوالو وغوښتل، چې په اقتصادي ځانبسیاینه کې ونډه وا خلي.

دا شرکت، چې د خصوصي سکټور د دیارلس ملي پانګوالو لخوا جوړ شوی؛ په لومړیو کې به د ۲۵۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د خپلو فعالیتونو  بهیر پیل کړي او له اسلامي امارته د ملاتړ غوښتنه کوي.

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبد الغني برادر وايي؛  تر هغې، چې افغانان پخپله د افغانستان په آبادۍ  کې ونډه وانخلي نور هېوادو نه به د افغانستان  آبادۍ ته رانشي.

ښاغلي  برادر په هیواد کې د ننه او بهر له ټو لو افغان پانګوالو غوښتنه کړې، چې را شي او د هېواد په اقتصادي ځانبسیاینه کې و نډه واخلي  او ژمنه  کوي، چې  د خصوصي سکتور د مالي او ځاني امنیت  خوندیتوب یې د اسلامي امارت له مسوولیتونو څخه دی.

د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي: مونږ تل د خصوصي سکتور د ستونزو د حل لپاره  چمتو یوو او له دې وروسته هم د هېواد له پانګوالو غواړو، چي د هېواد د اقتصادي آبادۍ لپاره راشي او په پانګونه کې یې ونډه وا خلي.

  د افغان انویست شرکت مسوولین وایي؛ افغان سوداګرو پرېکړه وکړه، چې د هېواد د اقتصادي ثبات او پانګونې د پیل لپاره د اشرکت رامنځته  کړي. د دې شرکت لومړنۍ  پانګونه ۲۵۰ میلیون ډالرو ته رسیږي، چې په څلور بروخو( کرنې، کانونو، انرژۍ د تولید او ساختمان) کې به پانګونه کیږي.

د افغان انویست شرکت مشر شېرباز کمین زاده ویلي؛ مونږ غواړو، چې اسلامي امارت له دې شرکته ملاتړ وکړي او په راتلونکي کې دا شرکت د لویو پروژو د عملي کولو جوګه شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خیرالدین مایل وایي: مونږ د خپل هېواد او ولس د آبادۍ لپاره ژمن یو. دا شرکت به هم د هېواد د آبادۍ لپاره زیاتې هڅې وکړي، چې په هېواد کې پانګونه وده او پراختیا پیدا کړي.

د افغانستان اسلامي امارت د یو شمېر سکتوري  وزارتونو وزیرانو هم  د دې شرکت په پرانست غونډه کې دا شرکت د پانګونې د نوي  پیل لپاره اړین و باله او زیاتوي، چې خصوصي سکتور باید دا شرکت هېواد د آبادۍ پر نیت فعال کړي او دوی هم له دې شرکت سره د خپلې هر اړ خیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شیخ شهاب الدین دلاور څرګنده کړې: زه له خصوصي سکتور سره د همکارۍ ژمنه کوم، چې په هېواد کې به مو د پانګونې د ودې او پراختیا لپاره زمینه برابره شي او هیله لرم، چې بهرني پانګوال هم له تاسې سره ونډوال شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ویلي؛ مونږ خوښ یوو، چې د خصوصي سکتور غړي په هېواد کې د پانګونې لپاره یو داسې ابتکار وکړ، چې مونږ خپل راتلونکي ته نور هم هیله من کوي. دا شرکت به په هېواد کې د پانګونې نوی بهیر پیل کړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان پدې باور دي، چې د دا سې سهامي شرکتونو رامنځته کول کولی شي د هېواد په اقتصاد کې مثبت اغېز رامنځته کړي او همداراز هیله څرګندوي، چې ښايي بهرني پانګوال هم د پانګونې لپاره لیوالتیا پیدا کړي.

سوداگري

تېر کال د هرات صادرات څه باندې ۱۰۰ میلیون دالره ول – چارواکي

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۳, ۱۴۰۲)

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې څرګنده کړې، چې تېر کال يې د ۱۰۲ ميليون دالرو پر ارزښت صادرات کړي دي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس ويلي، په تېر کال کې څه باندې ۷۶ زره ټنه وچه میوه، طبي بوټي،  زعفران او نور کرنیز محصولات د خلیج هېوادونو، اروپا، امریکا او ګاونډ هېوادونو ته صادر شوي دي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس یونس قازي زاده وایي: د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د صادراتو څانګې له لارې مونږ ۷۶۳۰۰ ټنه بېلابېل ډوله توکي د خليج هېوادونو، اروپا، امريکا او ګاونډ هېوادونو ته صادر کړي دي.

سرچینې زیاته کړې؛ د هرات زوړ بازار، چې له طبي بوټو ډک دی؛ سوداګرو ته د غوره ګټې وټې زمینه برابروي او له همدې ځایه یاد توکي بهر ته صادریږي.

د هېواد لوېديځې حوزې په تېر کال کې په زياته اندازه کرنيز محصولات صادر کړي، چې د تېرو کلونو پر پرتله يې د صادراتو کچه لوړه شوې ده.

د هرات والي ویاند نثار احمد الیاس ډاډ څرګند کړی، چې د صادراتو د ډېروالي او کیفیت د لوړولو لپاره به هڅې ډېرې کړي.

په دې وروستيو کې د طبي بوټو د صادرولو بهير ښه شوى، چې له همدې کبله د هېواد په لوېديځو سيمو کې ډېربزګران د ځينو طبي بوټو لکه اینجې کرلو ته مخه کړې ده.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د څرګندونو له مخې، افغانستان په تېر کال کې شاوخوا دوه میلیارد دالر صادرات کړي.

ویل کیږي، چې سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرول او د ګمرکي تعرفو کمول د صادراتو د زیاتوالي لامل دی.

Continue Reading

سوداگري

په تېر لمریز کال کې د افغانستان صادرات دوه میلیارد دالره ول

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۲)

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال د سې شنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې په تېر لمریز لېږدیز کال کې د افغانستان صادرات دوه میلیارد دالره ول.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرت الله جمال ويلي؛ په  تېر یوه کال کې د صادرا توکچه نږدې  دوه میلیارد دالروته  لوړه شوې ده.

نوموړی وایي: مونږ د خصوصي سکتور لپاره د اقتصادي فعالیتونو د سرته رسولو لپاره ډېره ښه زمینه برابره کړې او له ګونډهېوادونو سره مو هم اقتصادي اړیکې ښې دي او هڅه کوو، چې دا ړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو.

د صنعت اوسوداګرۍ  وزارت ویاند عبد السلام جواد آخوندزاده ويلي، چې هېواد یې په نږدې پنځوس قلمه توکو کې، چې په هېواد کې تولیدیږي؛ ځان بسیاینې ته رسیدلی او د تېرکال په بهیر کې شاوخوا ۱۰۰ بهرني پانګوال افغانستان ته راغلي او په بېلا بېلو برخو کې يې پانګونې ته لیوالتیا څرګنده کړې ده.

هغه وایي: په دې پانګوالو کې د ګاونډ هېوادونو په ګډون د سیمې هېواد نو پانګوال هم شته، چې ډېر يې د کانونو، کرنې، خدماتواو انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې لپاره لیواله دي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د هېواد پر کچه نږدې ۸۰۰۰ میرمنې پر اقتصادي فعالیتونو بوختي دي او ورته اسانتیاوې په نظر کې نیول شوي، چې راتلونکی کال به د اقتصادي طرحو جوړول، د نساجي پر صنعت تمرکز، د سیمه ییزو همکاریو  پرا ختیا، د صادارتو پراختیا، د پانګونې جذب او په صنعتي پارکونو کې د پانګونې پرا ختیايي هڅې مو له کاري لومړیتوبونو څخه دي.

ویل کیږي، چې په تېر یوه کال کې ۵۱۰۰ جوازونه صادر شوي، ۷۲۲۸ جوازو نه تمدید شوي او ۳۳۳ جوازونه لغوه شوي دي. دغه راز د تېرکال په اوږدو کې د ۹۲۵ میلیون و ۴۹۳ زره ۶۲۹ دالرو پر ارزښت سکاره، پنبه، ایجه، انار، ممیز، انځر، انګور، رومي بانجان، او پیاز پاکستان، هند، ازبکستان، تاجکستان، عربي متحده اماراتو، چین، ایران، عراق، ترکیې ته صادر شوي دي.

Continue Reading

سوداگري

د اړتیا وړ خوراکي توکو ګمرکي محصول ۷۰ سلنه راټیټ شوی

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۹, ۱۴۰۱)

د مالیې وزارت ويلي، د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د پرېکړې له مخې په تېر لمریز لېږدیز کال کې پر لومړنیو خوراکي توکو ګمرکي محصول له ۵۰ څخه تر ۷۰ سلنې راټیټ شوی دی.

دې وزارت دا هم په ډاګه کړې، چې د دې پرېکړې په پایله کې سږ کال د ۶ اعشاریه ۷ میلیون افغانیو پر ارزښت ګمرکي محصول کم شوی دی.

په سيمه ييزو بازارونو کې پر خوراکي توکو؛ اوړو، غنمو، غوړيو، وريجو او بورې د ګمرکي محصول د کمولو پرېکړه د بيو د راټيټوالو لپاره رامنځته شوې ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!