سوداگري
ملي پانګوال دې په اقتصادي ځانبسیاینه کې ونډه واخلي ـ اسلامي امارت
د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د افغان انویست نومي سهامي شرکت د پرانستلو پرمهال له ملي پانګوالو وغوښتل، چې په اقتصادي ځانبسیاینه کې ونډه وا خلي.
دا شرکت، چې د خصوصي سکټور د دیارلس ملي پانګوالو لخوا جوړ شوی؛ په لومړیو کې به د ۲۵۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د خپلو فعالیتونو بهیر پیل کړي او له اسلامي امارته د ملاتړ غوښتنه کوي.
د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبد الغني برادر وايي؛ تر هغې، چې افغانان پخپله د افغانستان په آبادۍ کې ونډه وانخلي نور هېوادو نه به د افغانستان آبادۍ ته رانشي.
ښاغلي برادر په هیواد کې د ننه او بهر له ټو لو افغان پانګوالو غوښتنه کړې، چې را شي او د هېواد په اقتصادي ځانبسیاینه کې و نډه واخلي او ژمنه کوي، چې د خصوصي سکتور د مالي او ځاني امنیت خوندیتوب یې د اسلامي امارت له مسوولیتونو څخه دی.
د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي: مونږ تل د خصوصي سکتور د ستونزو د حل لپاره چمتو یوو او له دې وروسته هم د هېواد له پانګوالو غواړو، چي د هېواد د اقتصادي آبادۍ لپاره راشي او په پانګونه کې یې ونډه وا خلي.
د افغان انویست شرکت مسوولین وایي؛ افغان سوداګرو پرېکړه وکړه، چې د هېواد د اقتصادي ثبات او پانګونې د پیل لپاره د اشرکت رامنځته کړي. د دې شرکت لومړنۍ پانګونه ۲۵۰ میلیون ډالرو ته رسیږي، چې په څلور بروخو( کرنې، کانونو، انرژۍ د تولید او ساختمان) کې به پانګونه کیږي.
د افغان انویست شرکت مشر شېرباز کمین زاده ویلي؛ مونږ غواړو، چې اسلامي امارت له دې شرکته ملاتړ وکړي او په راتلونکي کې دا شرکت د لویو پروژو د عملي کولو جوګه شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خیرالدین مایل وایي: مونږ د خپل هېواد او ولس د آبادۍ لپاره ژمن یو. دا شرکت به هم د هېواد د آبادۍ لپاره زیاتې هڅې وکړي، چې په هېواد کې پانګونه وده او پراختیا پیدا کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د یو شمېر سکتوري وزارتونو وزیرانو هم د دې شرکت په پرانست غونډه کې دا شرکت د پانګونې د نوي پیل لپاره اړین و باله او زیاتوي، چې خصوصي سکتور باید دا شرکت هېواد د آبادۍ پر نیت فعال کړي او دوی هم له دې شرکت سره د خپلې هر اړ خیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شیخ شهاب الدین دلاور څرګنده کړې: زه له خصوصي سکتور سره د همکارۍ ژمنه کوم، چې په هېواد کې به مو د پانګونې د ودې او پراختیا لپاره زمینه برابره شي او هیله لرم، چې بهرني پانګوال هم له تاسې سره ونډوال شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ویلي؛ مونږ خوښ یوو، چې د خصوصي سکتور غړي په هېواد کې د پانګونې لپاره یو داسې ابتکار وکړ، چې مونږ خپل راتلونکي ته نور هم هیله من کوي. دا شرکت به په هېواد کې د پانګونې نوی بهیر پیل کړي.
د اقتصادي چارو کارپوهان پدې باور دي، چې د دا سې سهامي شرکتونو رامنځته کول کولی شي د هېواد په اقتصاد کې مثبت اغېز رامنځته کړي او همداراز هیله څرګندوي، چې ښايي بهرني پانګوال هم د پانګونې لپاره لیوالتیا پیدا کړي.