تازه خبرونه

ملګرو ملتونو افغانانو ته له ۶۰۰ میلیون ډالرو څخه د ډېرو مرستو غوښتنه وکړه

یاد بنسټ د چارشنبې پر ورځ (د وږي یوویشتمه) خپل ژمني لومړیتوبونه خپاره کړل او څرګندوي، چې دا بودجه د ۲۰۲۴ ز. کال د اوکتوبر او ډسمبر ترمنځ ټاکل شویو لومړیتوبونو ته اړینه ده.

Published

on

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ( اوچا ) ويلي، په ژمي کې د افغانستان له زیانمنو شویو سیمو سره د مبارزې لپاره ۶۰۳ اعشاریه صفر پېنځه میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا ده.

یاد بنسټ د چارشنبې پر ورځ (د وږي یوویشتمه) خپل ژمني لومړیتوبونه خپاره کړل او څرګندوي، چې دا بودجه د ۲۰۲۴ ز. کال د اوکتوبر او ډسمبر ترمنځ ټاکل شویو لومړیتوبونو ته اړینه ده.

اوچا زیاته کړې، چې د ۲۰۲۵ ز. کال په لومړیو دریو میاشتو کې د لومړنیو موقعیتونو اړتیاوو پوره کولو ته ۱۰۴ میلیون ډالر اړین دي.

دې دقتر زیاته کړې؛ د سکټورونو تر منځ لومړیتوبونو ته، چې ترسره شوي، ۱۷۱ ولسوالۍ لوړ لومړیتوب ، ۲۲۷ ولسوالۍ منځني او درې ولسوالۍ ټیټ لومړیتوبونه لري.

اوچا وایي، چې دا لومړيتوبونه يې د حالاتو له څېړنې او شننې او د تېرو کلونو له تجربو څخه پر ګټه اخيستو په پام کې نیولي دي.

اوچا لیکلي، چې د ژمي خطرونه لوړ دي او د زیانونو کچه خورا زیانمنونکې ده او خلکو ته پوره خدمات نه وړاندې کیږي.

دې ادارې دا هم ویلي، چې په ۲۰۲۴ ز. کال کې افغانستان ته د بشري مرستو په اړه د ۲ اعشاریه ۳میلیارډ ډالرو له کمښت سره مخ دي.

اوچا سږ کال د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د ۳ اعشاریه صفر ۶ میلیارډ ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه؛ خو وايي، چې تر اوسه یې یوازې ۲۵ سلنه مرستې ترلاسه کړي دي.

ویل کیږي، چې سږ کال په افغانستان کې ۲۳ اعشاریه ۷ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا لري؛ خو دوی ۱۷ ​​میلیون وګړو ته لومړیتوب ورکړی.

Trending

Exit mobile version