تازه خبرونه
ملګرو ملتونو افغانستان ته د ۱۱۰ میلیون ډالرو غوښتنه وکړه
ملګرو ملتونو د دوشنبې پر ورځ د افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له ۳۶۰ زرو څخه د ډېرو زلزله ځپليو د ژوند ژغورنې لپاره د ۱۱۰ میلیون ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.
دغه مرسته په راتلونکیو درې میاشتو کې د اړتیا وړ ده.
د بشردوستانه چارو د همغږۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو دفتر (UNOCHA) ویلي، چې نوې غوښتنه د سږکال د بشري غبرګون د طرحې یوه برخه ده، چې ۴ اعشاریه ۴ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري؛ خو په لویه کچه یوازې یو پر درېیمه برخه کمه شوې ده.
دغه بنسټ په ډاګه کړې: مونږ او زمونږ ونډوال له نورو بشري پروګرامونو څخه اکمالات، پرسونل او سرچینې په پور اخلو.
په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د چارشنبې د ورځې زلزلې له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه کړل او سلګونه کورونه یې ویجاړ او یا زیانمن کړي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو همغږي کوونکي رامز الاکبروف د پکتیکا ولایت له زلزلې څپلې سیمې څخه د لیدنې پر مهال په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي؛ مونږ له نړۍ غوښتنه کوو، چې د مهرباني له مخې مرسته وکړئ او مونږ د دې غمیزې د حل لپاره بشپړ ملاتړ ته اړتیا لرو.