Connect with us

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل

خپور شوی

د

د خوړو نړيوال پروګرام ویلي، چې تېر کال يې په افغانستان کې د سيمه‌ييزو ټولنو پر همکارۍ د شاوخوا ٤٧٠ کيلومټرو پر اوږدوالي د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.

د دې پروګرام د افغانستان برخې د چارشنبې پر ورځ (د وري نهه‌ویشتمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په افغانستان کې کروندګر اوبو ته له لاسرسي پرته خپل ژوند روان ساتلی نشي.

دغه راز څرګنده شوې؛ د اوبو کانالونو له کروندګرو سره مرسته کړې، چې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي او خپل اضافي تولیدات او محصولات وپلوري.

د خصوصي سکتورغړي هم  وايي؛ د خوړو نړیوال پروګرام له‌خوا په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د کانالونو له جوړولو هرکلی کوي او څرګندوي، چې د هېواد د اوبو مدیریت کولی شي افغانستان  له فقر او اقتصادي بحران څخه وژغوري.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته؛ وروستیو اورښتونو د افغانستان کروندګر هیله من کړي، چې راتلونکی کال به ښه حاصلات ولري.

تازه خبرونه

تحول: د ډونالډ ټرمپ د اجرائیوي فرمانونو ارزونه

Published

on

Continue Reading

تازه خبرونه

رسنۍ د ټولنې بنسټیزه اړتیا ده- ستانکزی

شېرمحمد عباس ستانکزي د وزارتونو او خپلواکو دولتي بنسټونو د ویاندویانو د وړتیا لوړولو په یوه سیمینار کې اطلاعاتو ته د لاسرسي او د افغانستان د رسنیو پر حیاتي رول ټینګار وکړ.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، رسنۍ د ټولنې بنسټیزه اړتیا ده.

شېرمحمد عباس ستانکزي د وزارتونو او خپلواکو دولتي بنسټونو د ویاندویانو د وړتیا لوړولو په یوه سیمینار کې اطلاعاتو ته د لاسرسي او د افغانستان د رسنیو پر حیاتي رول ټینګار وکړ.

ستانکزي ويلي: «په ننني عصر او پېر کې رسنۍ او وياندويان د ټولنې او هېواد لپاره ستره اړتيا ده او دا سکټور بايد پياوړى شي. ويناوال بايد پياوړي او له هر ډول حالاتو سره د مقابلې توان ولري او د حالاتو د مقابلې لپاره بايد هڅه وکړي، چې د خپل کاري چاپېريال تر څنګ د هېواد او ټولنې په اړه هر هم اړخيز معلومات ولري.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند خبيب غفران هم ويلي: « د دغې غونډې اصلي هدف د اسلامي امارت د مرکزي دفترونو د وياندويانو د ظرفيتونو لوړول او دغه راز معلوماتو او اطلاعاتو ته د لاسرسي څرنګوالى دى.»

له بلې خوا یو شمېر خبریالان او د خبریالانو ملاتړي بنسټونه هم غواړي، چې دوی ته دې معلومات پخپل وخت او هر اړخیز ورکړ شي.

د افغانستان د خبريالانو ټولنې مشر حجت الله مجددي په دې اړه ويلي: « د ژورناليستانو او رسنيزو بنسټونو دنده ده، چې په دې برخه کې د خبريالانو د ظرفيتونو د لوړولو او د ليک لوست او د رسنيزو اخلاقو او روزنې په برخه کې له رسنيو څخه ملاتړ وکړي؛ خپل بې پرېتوب وساتي او له  نوښت ډک کار ترسره کړي.»

خبريال روح الله دانش څرګنده کړې: " اړتیا ده، چې د افغانستان رسنۍ له ډېر ملاتړه برخمنې شي؛ ځکه دوى نه يوازې د اطلاعاتو په برخه کې، بلکې په ټولنه کې د پوهنې، فرهنګ او فرهنګي ودې د بنسټيزه کولو په برخه کې هم ځانګړى رول لري."

دا په داسې حال کې ده، چې د درې کلونو پر تېرېدو هم خبریالان وايي، چې اطلاعاتو او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخ دي او دا ستونزه بشپړه حل شوې نده.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تخار ولایت کې یو چینایي د نامعلومو کسانو لخوا ووژل شو

د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو چارسمبالي محمد اکبر حقاني په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ( لی ) نومی چینایي تېره شپه (سې‌شنبه د سلواغې دوه‌یمه) د دې ولایت د دشت قلعه په اړوند سیمه کې د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی.

Published

on

د تخار ولایت امنیه قومندانۍ ويلي، چې په تخار ولایت کې یو چینایي د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی.

د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو چارسمبالي محمد اکبر حقاني په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ( لی ) نومی چینایي تېره شپه (سې‌شنبه د سلواغې دوه‌یمه) د دې ولایت د دشت قلعه په اړوند سیمه کې د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی.

محمد اکبر حقاني وايي: "دغه چینایي وګړی له خپل ژباړونکی سره پرته له دې، چې دفتر او د دفتر امنیتي چارواکي خبر کړی؛ پر نامعلوم لوري روان شوي دي. له بده مرغه چینایي وګړی د دې ولایت د دشت قلعه په اړوند سیمه کې د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوی دی."

هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې د نوموړي ژباړونکي ته زیان ندی رسیدلی.

حقاني ويلي، چې پوليسو په دې اړه خپلې لومړنۍ څېړنې پيل کړې دي.

د راپورونو له مخې، چینایي وګړي د سرو زرو په کان کې کار کاوه.

تر اوسه کومې ډلې یا کس د دې پېښې مسوولیت ندی منلی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!