تازه خبرونه
ملګرو ملتونو له راستنېدونکو کډوالو سره د دوامداره مرستو ډاډ ورکړ
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت(سرپرست) له یوناما او نورو نړیوالو موسسو سره په تخنیکي ناسته کې له کډوالو او بې ځایه شویو سره د نړیوالې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر مشرۍ په کابل کې د یو شمېر دولتي ادارو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي او په افغانستان کې د فعالو نړیوالو موسسو په ګډون د “کډوالو او داخلي بې ځایه شویو د ستونزو د حل لارو موندلو” په اړه تخنیکي غونډه جوړه شوه.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت(سرپرست) له یوناما او نورو نړیوالو موسسو سره په تخنیکي ناسته کې له کډوالو او بې ځایه شویو سره د نړیوالې همکارۍ غوښتنه وکړه.
مولوي عبدالکبير له پاکستان څخه د افغان مهاجرينو پر شړلو نيوکه وکړه او څرګندوي؛ د مهاجرينو پر وړاندې تاوتريخوالی د زغم وړ ندی او د حکومتونو د خلکو تر منځ د کرکې سرچينه ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر وايي، د لسیزو جګړو له کبله میلیونونه افغانان بې ځایه شوي او یا هم له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې بې ځایه شوي کسان اوس هم خپلو کورونو ته ندي راستانه شوي او له ګاونډ هېوادونو په ځانګړي توګه له پاکستان څخه د کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي په دې ناسته کې ویلي؛ ملګرو ملتونو او نورو اړوند ادارو تېر کال پر بشري مرستو ۱۸۳ میلیون ډالر لګولي او له افغان کډوالو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کونکی انډریکا راټواټه وایي: “له ۲۰۲۳ کال وروسته مونږ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو د لوی شمېر شاهدان یوو. په ټولیزه توګه د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۴ کال تر ډسمبر پورې له ۸۰۰ زرو څخه زیات افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. تېر کال مو د پاکستان له حکومت سره خبرې کړې وې، چې هغوی قانع او د مهاجرینو بېرته ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته ترسره شي”.
په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو نړیوالو بشري بنسټونو اړوند موسسو هم خپل پروګرامونه او فعالیتونه شریک کړل.
تازه خبرونه
امریکا په افغانستان کې د داعش خراسان له ګواښه خبرداری ورکړ
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازي مرستیالې ټیمي بروس د چارشنبې پر ورځ د امنیت شورا په غونډه کې، چې د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو د ګواښونو په اړه جوړه شوې وه؛ ویلي: د داعش، القاعدې او ورپورې تړلو نورو ډلو پر ضد مبارزه اوس هم د واشنګټن له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.
امریکا خبرداری ورکړی، چې د داعش خراسان په ګډون د ترهګرو ډلو ګواښ اوس هم جدي اندېښنه ده او بېثباتي دغو ډلو ته د خپلو فعالیتونو د پراخولو فرصت برابروي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازي مرستیالې ټیمي بروس د چارشنبې پر ورځ د امنیت شورا په غونډه کې، چې د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو د ګواښونو په اړه جوړه شوې وه؛ ویلي: د داعش، القاعدې او ورپورې تړلو نورو ډلو پر ضد مبارزه اوس هم د واشنګټن له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.
هغې ویلي:« دا ډلې اوس هم له بېثباتۍ ناوړه ګټه اخلي؛ لکه څنګه، چې د ساحل په سیمه کې د القاعدې پرمختګ، پر افریقا د داعش زیات تمرکز او په افغانستان کې د داعش خراسان دوامدار ګواښ ښيي.»
دا څرګندونې داسې مهال کیږي، چې اسلامي امارت څو ځله په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه ادعاوې رد کړي او ټینګار کوي، چې د افغانستان له خاورې به د بل هیڅ هېواد د امنیت پر ضد د کار اخیستو اجازه ورنهکړي.
تازه خبرونه
کویټ له افغانستان بشري صندوق سره ۲.۵ میلیون ډالر مرسته وکړه
د دې صندوق خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دغو هوکړهلیکونو له مخې د افغانستان او سوریې بشري صندوقونو ته ۲.۵ میلیون ډالر ځانګړي شوي دي.
د کویټ عربي اقتصادي پراختیا صندوق ویلي، چې له ملګرو ملتونو بشري چارو همغږۍ دفتر(اوچا) سره یې د پېنځه میلیون ډالرو پر ټولیز ارزښت د بشري مرستو دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي، چې یوه برخه یې افغانستان ته ځانګړې شوې ده.
د دې صندوق خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دغو هوکړهلیکونو له مخې د افغانستان او سوریې بشري صندوقونو ته ۲.۵ میلیون ډالر ځانګړي شوي دي.
د کویټ عربي اقتصادي پراختیا صندوق د څرګندونو له مخې، دا مرستې به د بېړنیو بشري پروګرامونو او پروژو د تمویل، د حیاتي اړتیاوو د پوره کولو او زیانمنو او اړمنو کسانو ته د ژوند ژغورونکو مرستو د رسولو لپاره ولګول شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دا مالي مرسته به د اوچا تر مدیریت لاندې د افغانستان بشري صندوق ته دا وړتیا ورکړي، چې بشري کړکېچونو ته په چټکۍ او ډېرې اغېزمنې همغږۍ ځواب ووایي، له همکارو بنسټونو ملاتړ وکړي او د بشري مرستو د عملیاتو همغږي پیاوړې کړي.
د کویټ عربي اقتصادي پراختیا صندوق زیاته کړې، چې د دغو هوکړهلیکونو پر لاسلیک له اوچا سره په ګډو پروژو کې د کویټ ټولې مرستې شاوخوا ۱۶.۱ میلیون ډالرو ته رسېدلې دي.
تازه خبرونه
چین له اسلامي امارت څخه د ترهګرو ډلو پر ضد د اقدام غوښتنه وکړه
هغه د چارشنبې پر ورځ د امنیت شورا په غونډه کې، چې د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو د ګواښونو په اړه جوړه شوې وه؛ د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور ته په نغوته کې ویلي، په افغانستان کې میشتې ترهګرې ډلې اوس هم د دې هېواد او ګاونډ هېوادونو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو په ټولنه کې د چین دایمي استازي چارسمبالي سون لي ویلي، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې وضعیت اوس هم د نړیوالې ټولنې جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
هغه د چارشنبې پر ورځ د امنیت شورا په غونډه کې، چې د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو د ګواښونو په اړه جوړه شوې وه؛ د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور ته په نغوته کې ویلي، په افغانستان کې میشتې ترهګرې ډلې اوس هم د دې هېواد او ګاونډ هېوادونو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې میشتو ډلو، د داعش خراسان په ګډون، د پولو پورې غاړې د بریدونو لپاره خپلې هڅې او وړتیاوې زیاتې کړې دي.
سون لي له اسلامي امارت وغوښتل، چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې پخپلو ژمنو عمل وکړي او په افغانستان کې د ټولو میشتو ترهګرو ډلو، د هغو کسانو او بنسټونو پر ګډون، چې د امنیت شورا د دولسسوه اووهشپېتم پرېکړهلیک د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي، پر ضد جدي ګامونه پورته کړي.
هغه خبرداری ورکړی، چې باید اجازه ورنهکړ شي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ د ودې او پراختیا پر مرکز بدل شي.
د چین استازي همداراز ویلي؛ نړیواله ټولنه باید د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره له دغه هېواد سره مرسته وکړي، چې د ترهګرۍ د رامنځته کېدا لاملونه له منځه ولاړ شي.
هغه زیاته کړې؛ چین د افغانستان، منځنۍ آسیا هېوادونو او سیمهییزو بنسټونو او د شانګهای همکاریو ټولنې ترمنځ د پولې پورې غاړې ترهګریزو ګواښونو پر ضد د ګډې همکارۍ ملاتړ کوي.
دا څرګندونې داسې مهال کیږي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد د امنیت پر ضد ونهکارول شي.
-
تازه خبرونه5 days agoد نورستان سیلابځپلیو ته به هر اړخیزه رسېدنه وشي – ملا برادر په نورستان کې
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او ایرلینډ لومړۍ یوورځنۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه
-
تازه خبرونه4 days agoد سفر بندیز د افغان کورنیو د یوځای کېدا خنډ نهشي کېدی ـ د امریکا محکمه
-
تازه خبرونه4 days agoچین او پاکستان د ترهګرۍ ضد همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد ملګرو ملتونو امنیت شورا به واک ته د اسلامي امارت د بېرته رسېدا اغېزې وارزوي
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کړکېچ د ژورېدا په حال کې دی ـ د خوړو نړیوال پروګرام
-
ساینس او ټیکنالوژي2 days agoساینسپوهانو د لمر تر ټولو روښانه انځور ثبت کړ
-
نړۍ5 days agoاسپانیا ته د کډوالو د ورتګ مرګ او ژوبله ۷۲ ته لوړه شوه؛ اروپايي ټولنه د ګډ اقدام غوښتونکې شوه
