تازه خبرونه
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د بودجې له کمښت خبرداری ورکړ
اوچا OCHA دا هم پډاګه کړې، چې د تېر کال د بشري مرستو لپاره د ۳ میلیارډ ډالرو غوښتنه شوې وه، چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه یوازې ۴۷ سلنه ترلاسه شوه.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په یوه نوي راپور کې څرګنده کړې، چې که د بودجې د ترلاسه کولو لپاره بېړنۍ هڅې ونشي؛ نو په افغانستان کې به د بشري بحران د کمولو هڅې ناکامې شي.
اوچا OCHA دا هم پډاګه کړې، چې د تېر کال د بشري مرستو لپاره د ۳ میلیارډ ډالرو غوښتنه شوې وه، چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه یوازې ۴۷ سلنه ترلاسه شوه.
د OCHA د راپور په یوه برخه کې ويل شوي، چې: “د ۲۰۲۴ کال تر پایه، د افغانستان د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان د خپلې ۳.۶ میلیارډ ډالرو غوښتنې یوازې ۴۷ سلنه ترلاسه کړې وه. دا شمېر د ۲۰۲۵ کال تر می پورې ۵۳ سلنې (۱.۶۳ میلیارډ ډالرو) ته لوړ شو او له ۲۰۲۳ کال څخه ۴۱۲.۵ میلیون ډالر نور اضافه شول. د اړینو برخو لکه اوبو، روغتیا او حفظ الصحې لپاره د بودجې نشتوالی، چې هر یو یې ۱۰ میلیون یا ډېر خلک پر نښه کوي؛ زیان منونکي یې زیات کړل او د ناروغیو د خپرېدو، خوارځواکۍ او د مخنیوي وړ مړینې خطرونه ورسره زیات شول.”
د اوچا په دې نوي راپور کې راغلي: د تېر کال د بشري اړتیاوو او مرستو لپاره د افغانستان له غوښتل شويو ۳ میلیارډ ډالرو څخه ډېرې بودجې څخه یوازې ۴۷ سلنه د ۲۰۲۴ کال تر پایه پورې او ۵۳ سلنه، یا ۱.۶۳ میلیارډ ډالر د روان کال تر می پورې ترلاسه شوي دي.
دغه راز د اقتصاد وزارت د بشري مرستو دوام په داسې حال کې مهم ګڼي، چې افغانستان د ګاونډ هېوادونو، په ځانګړي توګه ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو له نوې څپې سره مخ دی او له نړیوالو ټولنو غواړي، چې افغانستان یوازې پرېنږدي او وضعیت کنټرول کړي.
دا څرګندونې په داسې وخت کې کیږي، چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو او هېواد ته د دوی بېرته راستنېدو په افغانستان کې د بشري بحران د خطر په اړه اندېښنې راپورته کړي دي. د اسلامي مرستو ټولنه، چې پدې وروستیو کې یې د اسلامکلا په پوله کې له ایران څخه د شړل شویو کډوالو د بېرته راستنېدو ارزونه ترسره کړې ویلي، چې د راستنېدونکو د سرپناه، روغتیایي خدماتو، خوراکي خوندیتوب، ساتنې، معیشت او تعلیم لپاره بېړنۍ اړتیاوې په افغانستان کې روان بشري بحران نور هم چټک کړی دی.