سیمه ییز خبرونه

ملګرو ملتونو په کندهار کې د موندل شوي ډله ییز قبر د څېړلو غوښتنه وکړه

Published

on

د کندهار چارواکو ویلي؛ د دغه ولایت په سپین بولدک او دامان ولسوالیو کې د موندل شویو  ډله ییزو  موندل شویو قبرونو څېړنه ښيي، چې دا خلک په جمهوري نظام کې وژل شوي دي.

د کندهار سیمه ییز چارواکي ویلي؛ د سپین بولدک ولسوالۍ له یوه ډله ییز قبره ۱۲ مړي را ایستل شوي دي.

د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نور احمد سعید د دوشنبې پر ورځ امریکا غږ آشنا رادیو ته وویل، چې دغه ډله ییز قبر درې ورځې وړاندې موندل شوی دی.

دغه وژل شوي کسان نهه کاله مخکې د جنرال عبدالرازق لخوا له خپلو کورونو او دوکانونو څخه ایستل شوي وه. دوی نیول شوي او بیا پرته له محاکمې وژل شوي.

ویل کیږي، چې نوموړی د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر پر ۱۸ په کندهار ولایت کې د والي د  ساتونکي په یوه برید کې ووژل شو.

ملګرو ملتونو د دغو ادعاوو په اړه د پلټنو غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو څارډلو او ملګرو ملتونو په کندهار کې د ډله ييزو قبرونو په اړه د بشپړې څېړنې غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارد بینیت وايي، اړتیا ده، چې د دغو جسدونو پاتې شوني باید د عدلي طب د معایناتو لپاره خراب او له منځه ولاړ نشي.

د امریکا جاسوسي سپوږمکۍ وتوغول شوه

Trending

Exit mobile version