تازه خبرونه

ملګرو ملتونو افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنیدو بهیر ځنډولی

Published

on

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویلي، چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره یې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنولو بهیر ځنډولی؛ خو د افغانستان د کډوالو او راستنید ونکیو چارو وزارت په دې اړه څه نه وایي.

د تورخم او چمن لارو له تړلو وروسته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ اعلان کړی، چې د کوید – ۱۹ ویروس د مخنیوي لپاره له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو بهیر ځنډول شوی دی.

د دغې ادارې د څرګندونو له مخې؛ له افغانستان سره د پاکستان د تورخم او چمن بندرونو له رسمي تړل کیدو وروسته د ملګرو ملتونو د کډوالو څانګې مونږ ته وویل، چې له پاکستان څخه په داوطلب ډول د افغان کډوالو د ستنیدو لړۍ د کووید ۱۹ ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره ځنډول شوې ده.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ اوس په پاکستان کې ۱،۴ میلیون ثبت شوي افغان کډوال ژوند کوي.

له دې مخکې افغان چارواکو او د ملګرو ملتونو مسوولینو له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو په جبري ایستلو اندېښنه ښودلې وه او ټینګار یې کړی و، چې دا چاره به په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپریدو لامل شي.

په ولسي جرګه کې د غور استازی کرام الدین رضازاده ویلي: دا یو ښه کار دی او له ټولو کوربه هېوادونو غواړو، چې په سیمه کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره دا سپارښتنه په پام کې ونیسي.       

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۲۲ ته رسیدلې او افغان چارواکو ویلي، چې دا ټول له ایران څخه راستانه شوي کډوال دي.

Trending

Exit mobile version