Connect with us

نړۍ

ملګري ملتونه باید د امریکا او سویلي کوریا ګډې پوځي هڅې ودروي – شمالي کوریا

خپور شوی

د

رویترز څرګنده کړې؛ د شمالي کوریا بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ له ملګرو ملتونو وښتي، چې د امریکا او سویلي کوریا ګډې پوځي روزنې هڅې ودروي او د رامنځته کېدونکي تاوتریخوالي او ګواښ مخه ونیسي.

د نړیوالو ټولنو بهرنیو چارو د وزیر مرستیال کیم سون ګیونګ د دولتي خبري آژانس KCNA په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د متحدینو ګډه پوځي روزنه او څرګندونه د نامسوولانه جګړې کچه لوړوي.

د دواړو هېوادونو چارواکو د جمعې پر ورځ ویلي، چې امریکا او سویلي کوریا به د مارچ په میاشت کې د ۱۰ ورځو څخه ډېرې پراخې پوځي روزنیزې هڅې ترسره کړي.

امریکا او سویلي کوریا ويلي؛ دا پوځي روزنیزې هڅې له ځانه د دفاع لپاره دي او د شمالي کوریا د بالستیک توغندیو او اتومي وسلو د پروګرامونو له مخ پر زیاتیدونکيو ګواښونو سره د مقابلې لپاره اړین دي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیکونو منع کړي دي.

شمالي کوریا د شنبې پر ورځ امریکا د هغه څه لپاره ملامته کړه، چې د وسلو د څارنې نړیوال سیستم له منځه وړي او ویلي، چې د پیونګ یانګ اټومي وسلې په سیمه کې د ځواک توازن ډاډمن کولو لپاره یو عادلانه ځواب دی.

متحدینو د جمعې پر ورځ د امریکایي اوږد واټنه بمبارد او له سویلي کوریا جنګي الوتکو سره یوه ګډ هوایي روزنیزه هڅه او د ځانګړیو راشن خوړونکیو سرتېرو لپاره یې د اوونیو پوڅي روزنیزې هڅې ترسره  کړې.

کیم ویلي: ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه باید د امریکا او سویلي کوریا څخه په کلکه وغواړي، چې خپل پاروونکې څرګندونې او ګډ پوځي روزنیزې هڅې ودروي.

هغه وایي: دا د خواشینۍ وړ ده، چې ملګري ملتونه په دوامداره توګه د پوځي روزنیزو هڅو پر اړه چوپه خوله دي، چې له تېري ډک ماهیت لري.

رویترز راپور ورکړی، چې کیم تېره میاشت یوه اعلامیه خپره کړې وه، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د شمالي کوریا د توغندیو ازموینه خورا غیرعادلانه او غیر متوازنه یاده کړې ده.

نړۍ

له ایران سره د امریکا تړون باید اټومي بنسټونه له منځه یوسي – بنیامین نتانیاهو

نتنیاهو د «امریکايي یهودي سترو بنسټونو د مشرانو کلني کنفرانس» ته د وینا پر مهال ویلي؛ اسرائیل اوس هم اړتیا لري، چې په غزه کې «کار بشپړ کړي» او ټول تونلونه له منځه یوسي.

Published

on

د رویټرز د راپور له مخې؛ د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د یکشنبې پر ورځ( د سلواغې شپږویشتمه ) ویلي: تېره اوونۍ یې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې کړي او ورته یې ویلي، چې له ایران سره د امریکا هر راز تړون باید د ایران د اټومي بنسټونو بشپړ له منځه وړل راونغاړي؛ نه دا، چې یوازې د یورانیمو د بډاینې بهیر ودروي.

نتنیاهو د «امریکايي یهودي سترو بنسټونو د مشرانو کلني کنفرانس» ته د وینا پر مهال ویلي؛ اسرائیل اوس هم اړتیا لري، چې په غزه کې «کار بشپړ کړي» او ټول تونلونه له منځه یوسي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اسرائیل تر اوسه د اټکل شویو ۵۰۰ کیلومټرو تونلونو څخه ۱۵۰ کیلومټره ویجاړ کړي دي.

ټاکل شوې، چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو دوه‌یم پړاو د روانې اوونۍ د سې‌شنبې پر ورځ ترسره شي.

د راپورونو له مخې؛ یوه ایراني ډیپلومات ویلي؛ ایران له امریکا سره داسې اټومي تړون غواړي، چې دواړو لوریو ته اقتصادي ګټې ورسوي.

نتانیاهو ویلي؛ هغه پر یوه احتمالي تړون شکمن دی؛ خو ټینګار یې وکړ: هر راز تړون باید دا تضمین کړي، چې بډایه شوی مواد له ایران څخه ووځي.

هغه څرګنده کړې: «هیڅ راز د بډاینې وړتیا باید پاتې نشي. یعنې نه یوازې د بډاینې بهیر درول، بلکې هغه وسایل او بنسټونه هم باید له منځه ولاړ شي، چې په اصل کې د بډاینې امکان برابروي.»

ایران او امریکا د روانې میاشتې په پیل کې د تهران د اټومي پروګرام پر سر د څو لسیزو شخړې د حل او د نوي پوځي ټکر د مخنیوي لپاره خبرې بیا پیل کړې دي.

امریکايي چارواکو رویټرز ته ویلي، چې امریکا سیمې ته دوه‌یمه الوتکه‌وړونکې بېړۍ استولې او که خبرې بریالۍ نشي؛ د اوږدمهاله پوځي کمپاین احتمال ته هم چمتووالی نیسي.

نتانیاهو دا هم ویلي، چې غواړي په راتلونکو لس کلونو کې له اسرائیلو سره د امریکا پوځي مرستې پای ته ورسوي. دا په داسې حال کې ده؛ اوسنۍ لس کلنه هوکړه، چې له مخې یې اسرائیل هر کال ۳.۸ میلیارډ ډالر ترلاسه کوي او ډېره برخه یې په امریکا کې پر تجهیزاتو لګېږي؛ په ۲۰۲۸ ز.کال کې پای ته رسېږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: د پیاوړي اقتصاد له کبله« مونږ کولی شو هغه مالي برخه، چې د پوځي مرستو په توګه ترلاسه کوو؛ په تدریجي توګه پای ته ورسوو او زه وړاندیز کوم، چې په لس کلونو کې دا صفر ته راټیټه شي. اوسني درې پاتې کلونه د هوکړه‌لیک تر چتر لاندې او بیا اووه نور کلونه، چې په بشپړه توګه صفر ته راکښته شي.»

هغه زیاته کړې: «مونږ غواړو له امریکا سره له مرستو څخه د شراکت لوري ته ولاړ شو.»

Continue Reading

نړۍ

د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

Published

on

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.

زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «ان‌بي‌سي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.

Continue Reading

د هوا حالات

په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

Published

on

جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بې‌سارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!