تازه خبرونه
ملګري ملتونه له افغانستان سره د مرستې کنفرانس رابولي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرس په ډاګه کړې؛ دغه بنسټ به د سپتمبر پر ۱۳ په ژنیو کې د مرستې نړیواله غونډه جوړوي، چې د راروان بشري ناورین د مخنیوي لپاره مرسته وکړي.
ګوټیرس په یو لړ ټویټونو کې د کنفرانس د اعلامولو تر څنګ څرګنده کړې؛ مونږ افغانان له راروان ناورین څخه د ژغورلو لپاره د نړیوالې ټولنې همغږۍ ته اړتیا لرو.
هغه وایي؛ مونږ بشري مرستو ته د لاسرسي غوښتنه کوو او افغانانو ته باید د اړینو خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار وکړو.
رویټرز راپور ورکړې، چې ډېری افغانان د خپلو کورنیو خواړه برابرولی نشي او ډېر شمېر کورنۍ له لوږې سره مخ دي.
ګوترش ویلي: ملګري ملتونه د افغانستان له خلکو سره ولاړ دي او له هغو غواړي، چې په هېواد کې پاتې شي او خپلو خلکو ته خدمت وکړي.