تازه خبرونه

ملګري ملتونو په افغانستان کې انټرنیټ ته له بیا لاسرسي هرکلی وکړ

د ملګرو ملتونو ویاند په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د انټرنیټ له بیا نښلېدا سره سم د ملګرو ملتونو پروازونو عادي بڼه غوره کړې ده.

Published

on

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن ډوجاریک انټرنېټ ته د افغانستان له بیا لاسرسي د هرکلي ترڅنګ ویلي، چې د انټرنیټ بندېدا نه‌یوازې پر اقتصادي ثبات منفي اغېزې کړی و، بلکې د مرستو رسولو بهیر یې هم په دې هېواد کې ګډوډ کړ.

د ملګرو ملتونو ویاند په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د انټرنیټ له بیا نښلېدا سره سم د ملګرو ملتونو پروازونو عادي بڼه غوره کړې ده.

سټیفن ډوجاریک ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د انټرنیټ او مخابراتي خدماتو بندېدا پر افغانانو ګڼې منفي اغېزې لرلې دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند زیاتوي چې په تېرو دوه ورځو کې د ملګرو ملتونو خدمات په افغانستان کې هم مختل شوي وه.

د ملګرو ملتونو ټولنې عمومي منشي ویاند سټیفن ډوجاریک وایي؛ « د انټرنیټ خدماتو بندېدا زمونږ کارونه هم ګډوډ کړي؛ په ځانګړي توګه په کابل کې د ملګرو ملتونو ماموریت فعالیتونه د امنیت شورا تر امر لاندې ترسره کېږي، چې له خپلو نړیوالو او سیمه‌ییزو شریکانو سره د حیاتي او ژغورونکو بشردوستانه مرستو وړاندې کول او د انساني اساسي اړتیاوو پوره کول ممکن شي. دغه چارې د وروستیو زلزلې قربانیانو ته اړینې دي. مونږ د انټرنیټ له بیا نښلېدا هرکلی کوو او پرمختګونه بشپړ څارو.”

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم اعلان کړی، چې له خپلو مرستندویه ډلو سره یې اړیکه له لاسه ورکړې ده.

د بښنې نړیوالې ټولنې هم په خپل راپور کې لیکلي، چې د انټرنیټ بندېدا د بشري مرستو وړاندې کول، روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی او زده‌کړه ګډوډه کړې ده.

د بښنې نړیوالې ټولنې د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: « د واکمنو له لوري د انټرنیټ سراسري بندېدا د مرستو رسولو، روغتیایي خدمتونو ته لاسرسي او پر نورو ضروري خدماتو پراخې اغېزې لري. دا په داسې وخت کې ده، چې افغانستان له ګڼو بشري کړکېچونو سره مخ دی او شاوخوا نیمایي نفوس پرې اغېزمن شوی دی.”

له دې مخکې د لویدیځو هېوادونو استازو په لندن کې د افغانستان په د غونډې پرمهال خبرداری ورکړی و، چې د اسلامي امارت له لوري د انټرنیټ بندېدا به له نړۍ سره د افغانانو اړیکې، بشردوستانه مرستې زیانمنې کړي او د هېواد اقتصاد ته جدي زیان ورسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګري ملتونه او نور بشردوستانه بنسټونه په ټول هېواد کې په ځانګړي توګه د هېواد د ختیځ له زلزله ځپلو سره د اړتیا وړ توکو مرسته کوي.

Trending

Exit mobile version