سوداگري

په نیمروز ولایت کې د بهرنیو اسعارو پر کارولو بندیز ولګېد

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۴, ۱۴۰۲)

د نیمروز ولایت سیمه ییزو چارواکو ويلي؛ په دې ولایت کې د راکړې ورکړې او ورځنۍ سوداګرۍ لپاره د بهرنیو اسعارو پر کارولو بشپړ بندیز لګېدلی دی.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې وروستيو کې د اعلاميو او خبرپاڼو له مخې ټينګار شوى: هیڅوک حق نه‌لري، چې په پېر او پلور، راکړه ورکړه او سوداګرۍ کې بهرني اسعار وکاروي.

د نیمروز اوسېدونکي له ایران سره پر پوله په خپلو ورځنيو راکړو ورکړو کې له ایراني تومان څخه کار اخلي.

د اطلاعاتو او کلتور رياست په دې وروستيو کې د بهرنيو اسعارو پر کارولو د بنديز په اړه د خبرتيا زرګونه پاڼې خپرې کړې دي.

د دې پروګرام موخه د افغانیو د ارزښت لوړول دي.

د ښاري نظم کمیټه هره ورځ په نیمروز کې له بازارونو څارنه کوي او څرګندوي؛ هر هغه څوک، چې په راکړه ورکړه او پېر او پلور کې له بهرنیو اسعارو څخه کار واخلي له قانوني چلند سره به مخ شي.

Trending

Exit mobile version