تازه خبرونه
مولانا فضل الرحمن به د روانې اوونۍ د چارشنبې پر ورځ کابل ته سفر وکړي
د پاکستان ایکسپرس ټریبیون ورځپاڼې څرګنده کړی، چې د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن به د روانې اوونۍ د چارشنبې پر ورځ ( د مرغومي ۱۳ / د جنوري ۳) د دیني عالمانو د یوه پلاوي پر مشرۍ کابل ته سفر وکړي.
د دې ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د پاکستان د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو د تحریک طالبان پاکستان پر موضوع او د کابل او اسلامآباد ترمنځ د کړکېچ د اواري لپاره د غونډو ترتیبات وروستي کړي دي.
ورځپاڼې زیاته کړې؛ تمه ده، چې دغه پلاوی به د تحریک طالبان پاکستان له استازیو سره د خبرو اترو د چوکاټ د رامنځته کولو او په بېلابېلو مسایلو د نظرونو د راټولولو لپاره خصوصي خبرې اترې وکړي.
په دې پلاوي کې به د خيبر پښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ په ګډون د بېلابېلو سيمو ديني عالمان برخه ولري.
شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د اسلامي امارت ویاند تائید کړې وه، چې مولانا فضل الرحمن ته د کابل د سفر بلنه ورکړ شوې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبيح الله مجاهد ويلي مولانا فضل الرحمن يو مذهبي او سياسي شخصيت دى، چې د دواړو لوریو تر منځ ښه رول ولوبوي.
اسلامي امارت د مولانا فضل الرحمن د سفر د نېټې په اړه څه نهدي ویلي.