Connect with us

تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر د ریاست الوزراء د چارسمبالي په توګه وټاکل شو

خپور شوی

د

د افغانستان اسلامي امارت ویاند تائید کړې، چې ملا محمد حسن آخوند ناروغه دی او د غیابت په وخت کې به یې اړوند چارې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ترسره کوي.

د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال د تشریفاتو او رسنیو رییس محمد حسن حقیار د سې شنبې پر شپه ناوخته آریانا نیوز ته تائید کړه، چې مولوي عبدالکبیر به د ملا محمد حسن آخوند په غیاب کې، چې ناروغه شوی؛ د ریاست الوزرا د چارسمبالي په توګه دنده ترسره کوي.

د نوموړيٍ د څرګندونو له مخې؛ رییس الوزراء ملا محمد حسن آخوند د ورپېښې ناروغۍ له کبله له تېرو څو میاشتو راپدیخوا نه‌دی لیدل شوی او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له بهرنیو لوړپوړیو چارواکو سره لیده کاته کول.

اسلامي امارت د ملا محمد حسن آخوند د ناروغۍ په اړه جزئیات نه‌دي په ډاګه کړي؛ خو سرچینو له دې وړاندې ویلي وه، چې نوموړی د زړه له ناروغۍ ځوریږي.

مولوي عبدالکبیر د پکتیکا ولایت اوسیدونکی دی او ویل کیږي، چې ځدراڼ دی.

نوموړی له دې مخکې په ۱۹۹۰ لسیزه کې د اسلامي امارت د پخواني حکومت پر مهال د ننګرهار والي و.

د تېرو وختونو د راپورونو له مخې؛  په ۲۰۰۱ ز، کال کې د اسلامي امارت له ډډې ته کېدو وروسته مولوي عبدالکبیر د پېښور شوره رییس ټاکل شوی و.

هغه په قطر کې له امریکا سره د اسلامي امارت په خبرو اترو کې هم اغېزمن رول لوبولی دی.

د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته؛ هغه په پیل کې د ملا محمد حسن آخوند د اقتصادي مرستیال په توګه او وروسته د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال په توګه وټاکل شو.

د اسلامي امارت ویاند دبیح الله مجاهد تویثت کړی، چې د اسلامي امارت رییس الوزراء ملا محمد حسن آخوند د لنډ وخت لپاره د درملنې او استراحت لپاره کندهار ته راغلی دی.

ذبیح الله مجاهد څرګندوي: د دې لپاره، چې کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ نه‌شي؛ د رییس الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د سرپرست په توګه کار کوي.

د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ دا بهیر په حکومتولۍ کې يوه عادي کړنلاره ده؛ هیڅوک دې په دې اړه د اندېښنې او پروپاګند هڅه نه‌کوي او نه هم هېوادوال کومه اندېښنه لري.

تازه خبرونه

افغانستان په پاکستان کې د روان جنګ پر ضد د پاکستان د فتوا غوښتنه رد کړه

رحمت الله نجیب زیاته کړې؛ منځګړو هم له دې غوښتنې ملاتړ وکړ، ځکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ له حساسیتونو پوره خبر نه‌ول.

Published

on

نن( چارشنبه د لړم یوویشتمه ) په یوه خبري کنفرانس کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال او له پاکستان سره د مذاکره کوونکي پلاوي غړي رحمت الله نجیب ویلي، چې د مذاکراتو په بهیر کې پاکستاني پلاوي له افغان پلاوي وغوښتل؛ یوه داسې فتوا صادره کړي، چې په پاکستان کې روان جنګ پرې غیر عادلانه اعلان شي.

رحمت الله نجیب زیاته کړې؛ منځګړو هم له دې غوښتنې ملاتړ وکړ، ځکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ له حساسیتونو پوره خبر نه‌ول.

هغه دا هم څرګنده کړه: افغان پلاوي په پیل کې دا ومنله، چې فتوا صادرېدی شي؛ خو ټینګار یې وکړ، چې د داسې حکم صادرول د دارالافتاء دنده ده او د دې ادارې هره پرېکړه باید د اسلامي شریعت پر بنسټ وي، نه د شخصي غوښتنو یا بهرنیو فشارونو پر بنسټ.

د رحمت الله نجیب د څرګندونو له مخې؛ ممکن دا وضاحت پاکستاني لوري ته د منلو وړ نه‌وي؛ خو همدا توپیرونه د دې لامل شول، چې مذاکرات پرته له پایلو پای ته ورسیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې د څارویو وبا له ۲۱ میلیون ډېر پسونه او وزې وګواښل

 دې ادارې ویلي، چې د څارویو طاعون (PPR) یوه ډېره ساري او چټکه لېږدېدونکې ناروغي ده.

Published

on

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (ایف ای او) خبرداری ورکړی، چې د څارویو وبا ناروغۍ (PPR) په افغانستان کې له ۲۱ میلیون ډېر پسونه او وزې ګواښلي دي.

 دې ادارې ویلي، چې د څارویو طاعون (PPR) یوه ډېره ساري او چټکه لېږدېدونکې ناروغي ده.

دې ادارې زیاته کړې؛ د آسیا پراختیایي بانک او بریټانیا د افغانستان د څارویو په ژغورنه کې مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ له دې واکسینو موخه د ناروغۍ د خپرېدنې مخنیوی دی. له ۱۹۹۶ کال راپدېخوا، چې په افغانستان کې د څارویو د وبا ګواښ ته پام راوښتی دی. دا ناروغي اوس هم مالدارۍ ته یو جدي ګواښ دی.

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، د کابو کولو تدابیر یې د خپرېدو مخه نیسي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې(ایف ای او) په راپور کې راغلي:« د څارویو واکسین پیل په افغانستان کې د خوړو، سوداګرۍ او ژوند د پايښت لپاره هڅې خوندي ساتي؛ د وزو او پسونو وبا تر ډېره د افغانستان په شمال او ختیځو ولایتونو کې مالداران ځپلي دي.»

د هېواد یو شمېر مالدارانو ويلي، چې په روستیو دوه کلنو کې مالدارن له ګڼو روغتیا يي ستونزو سره مخ کړي  او په لسګونو لوی او کوچني څار وي يي د ناڅرګندو نارغیو له کبله مردار کړي دي.

د دوی د څرګندونو له مخې، د دې نارغیو د مخنیوي لپاره د څارویو روغتیایي مرکز اوسهم شتون نلري.

د اقتصادي چارو کار پوهانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې خپور کړی راپور د اندېښنې  وړ بولي او وایي، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت باید په هېواد کې د مالدارۍ د پراختیا او مصونیت لپاره د څارویو روغتیايي مراکزونو ته پراختیا ورکړي.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د څړځایونو له کمېدا او وچکالۍ سره د مالدارۍ وده او پالنه ټکنۍ شوې، چې د ډېرو افغانانو پر ژوند یې ناوړه اغېز کړی دی.

ویل کیږي، چې دا مهال په کلیوالي سیمو کې شاوخوا ۶۸ سلنه خلک مالداران دي مالداري دي او همدا یې د ژوندانه لپاره د ګټې وټې یوازنۍ لار ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان اسلامي امارت په اسلام‌آباد کې رامنځته شوې چاودنه وغندله

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سې‌ شنبې پر ورځ( د لړم شلمه ) د دې برید په اړه د اسلامي امارت خواشینې څرګنده کړې ده.

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۱, ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌آباد کې رامنځته شوې چاودنه او د واڼه د اړوند سیمې پر یوه تعلیمي مرکز برید، چې په کې لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ټپیان شول؛ غندلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سې‌ شنبې پر ورځ( د لړم شلمه ) د دې برید په اړه د اسلامي امارت خواشینې څرګنده کړې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!