تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر په کابل کې له ایراني پلاوي سره وکتل

مولوي عبدالکبیر له اسرائیلو سره په جګړه کې د ایراني چارواکو د شهادت د تسلیت وړاندې کولو تر څنګ ویلي؛ په تېرو څو لسیزو کې ایران د میلیونونو افغانانو کوربتوب کړی او نه باید، چې د کډوالو موضوع د دواړو ملتونو تر منځ د اړیکو د خرابېدو سبب شي.

Published

on

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت چارسمبالي مولوي عبدالکبیر له یوه ایراني پلاوي سره، چې  په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي علیرضا بیګدلي یې ملتیا کوله د افغانانو پر وضعیت او له هغه هېواد څخه د راستنېدونکو افغانانو د جبري ایستنې د پیل شوې څپې په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د ایران سفیر بیګدلي له اسرائیلو سره په جګړه کې د اسلامي امارت او افغان ولس له دريځ مننه وکړه او هغه یې د دوه ملتونو د یووالي څرګنده بېلګه یاده کړه.

علیرضا بیګدلي هرات او نیمروز ته د خپل وروستی سفر او له ایراني لوړپوړو چارواکو سره د خپلو لیدنو جزئیات مولوي عبدالکبیر ته وړاندې کړل.

نوموړي ویلي، چې د اسلامي امارت له چارواکو سره د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو د حل په اړه لیدنې مهمې وې؛ د افغانانو شکایتونو ته د رسېدنې پر موخه دوه اړخیزې کمیټې کار پیل کړی او تر دې مهاله د افغان راستنېدونکو ګڼې ستونزې اوارې شوې دي.

د ایران سفارت استازي زیاته کړې؛ ایران د راستنېدونکو افغانانو پر ویزو جریمه معاف او د وسایلو او توکو پر انتقال یې ګمرکي تعرفې هم لغوه کړې دي.

همدارنګه نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د یوې طرحې له مخې به د اسلامي امارت د سفارت او د ایراني لوري لخوا افغانان خپلو پیسو ته لاس رسي پیدا کړي.

بیګدلي دا هم ویلي، چې لویه برخه افغانان په داوطلب ډول له ایران څخه راستانه شوي دي.

مولوي عبدالکبیر له اسرائیلو سره په جګړه کې د ایراني چارواکو د شهادت د تسلیت وړاندې کولو تر څنګ ویلي؛ په تېرو څو لسیزو کې ایران د میلیونونو افغانانو کوربتوب کړی او نه باید، چې د کډوالو موضوع د دواړو ملتونو تر منځ د اړیکو د خرابېدو سبب شي.

نوموړي له ایران څخه د افغانانو پر دواطلب ډول راستنېدلو ټېنګار وکړ او څرګندوي؛ ایراني چارواکي دې د افغانانو ستونزو ته پخپل وخت رسېدنه وکړي.

ویل کیږي، چې افغان لوري له ایراني چارواکو سره د افغان کډوالو د راستنولو په اړه پر یوه طرحه هوکړه کړې وه؛ خو په ایران کې د وروستیو حالاتو له کبله نیمګړې پاتې شوه.

Trending

Exit mobile version