Connect with us

تازه خبرونه

مولوي متقي له اسلامي هېوادونو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه

خپور شوی

د

Last Updated on: ليندۍ ۲۹, ۱۴۰۰

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي نن په اسلام آباد کې د اسلامي همکاریو ټولنې په ۱۷ځانګړې غونډه کې د وینا پر مهال له اسلامي هېوادونو څخه د سیاسي او اقتصادي همکاریو غوښتنه وکړه.

په دې کتنه کې د افغانستان پر سیاسي وضعیت په ځانګړي توګه پر اقتصادي او بشري هڅو خبرې وشوې.

مولوي متقي ویلي، د افغانستان سیاسي او اقتصادي انزوا د هیچا په ګټه نده.

هغه زیاته کړې: مونږ د یوې کورنۍ د غړیو په توګه د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو ټولو غوښتنو، اندېښنو او وړاندیزونو ته، چې له رامنځته شوي اقتصادي ناورین څخه د وتلو عادلانه لار په ګوته کوي، اورېدو او منلو ته چمتو یو. مونږ په دې برخه کې د اسلامي هېوادونو له خواخوږۍ مننه کوو او د افغانستان د خلکو د استازي او مسوول حکومت په توګه د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او په حکومتي بېلابېلو برخو کې د وړتیا لرونکیو شخصیتونو د ونډې تامینول خپله دنده ګڼو او مونږ په دې برخه کې ډېر څه کړي هم دي.

نوموړي زیاته کړې؛ مونږ د اسلامي همکاریو ټولنې پر غړیو، چې د خپلو سفارتونو د بیا پرانستلو بهیر یې ځنډولی غږ کوو، چې په کابل کې خپل دفترونه بېرته پرانیزي او مونږ به یې د دوستو هېوادونو په توګه هرکلی وکړو.

مولوي متقي وایي: په دې وروستیو کې د اسلامي امارت رهبرۍ د ښځو د حقونو په اړه خورا اغېزمن فرمان صادر کړی، چې د دوی د حقونو په تطبیق کې به ډېر اغېزمن شي. په خواشینۍ سره باید ووایو، چې اوس هم مونږ د ځینو رسنیو لخوا د یو اړخیزې تبلیغاتي جګړې هدف یو او د افغانستان اوسنی انځور نړۍ ته په خورا بد ډول وړاندې کوي.

د روان کال د زمري د ۲۴ \ د اګست د ۱۵ له بدلون راپدیخوا په افغانستان کې عامه سوله ده او هیڅوک د سیاسي یا نورو دلایلو له کبله ګواښل شوي ندي.

نوموړي دا هم ويلي، چې په لنډه موده کې به ټولې دولتي ادارې فعالې او خدمات به چټک وړاندې شي.

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير د خپلو خبرو په بهیر کې په ډاګه کړې، چې: د پخواني حکومت پېنځه سوه زره مامورينو د تېر وخت په شان په بېلابېلو برخو کې خپلې دندې روانې ساتلي او له هيچا سره هيڅ ډول تبعيض او یا پرې تعرض ندى شوى. په اوسني حکومت کې مذهبونه موجود دي؛ مونږ ژمن یو، چې د ټولو توکمونو او مذهبونو مسلکي کسانو ته د کار غوره فرصتونه برابر کړو.

مولوي امیر خان متقي همدارنګه د فساد، استبداد، غصب او د افغانستان له ملي شتمنیو څخه د ناوړه استفادې د له منځه وړلو په اړه وویل: له لسیزو راپدیخوا د لومړي ځل لپاره افغانستان یو خپلواک دولت لري. نوی حکومت، چې پر ټول هېواد بشپړ حاکمیت لري؛ د هېواد ټوله جغرافیه او ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت یې تامین کړی او د نړۍ هیڅ هېواد ته ګواښ هم ندی. مونږ ټولې نړۍ او په ځانګړي توګه اسلامي نړۍ ته ډاډ ورکوو، چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه کارول کېږي او د نشه يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې به په ګډه کار کوو.

هغه ويلي؛ په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې لپاره ډېر فرصتونه شتون لري.

متقي هیله څرګنده کړه، چې د سیمه ییزو پروژو کار به ډېر ژر پیل شي او د پیل شویو پروژو نیمايي به د نړیوالې ټولنې په مرسته بشپړې شي.

دی وایي: د بهرنۍ پانګونې لپاره ډېر فرصتونه شته؛ مونږ له نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه له اسلامي هېوادونو څخه غواړو، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او لازمې آسانتیاوې به ورته برابرې هم شي. د ډاډمن امنیت په پایله کې افغانستان اوس کولی شي خپل اقتصادي مرکزیت خوندي او خپله ونډه په کې روښانه کړي. په داسې حال کې، چې زمونږ ولس د جګړې، وچکالۍ، ناروغیو او بېوزلۍ سره مخ دی، زمونږ د خلکو په میلیارډونو ډالر بانکي زېرمې کنګل شوي؛ د پیسو نړیوال صندوق، نړیوال بانک، آسیایي بانک او نورې ادارې او د مرستو پروژې ځنډېدلي دي. د ګډوډۍ په دې حالت کې، روغتیایي سیسټمونه، تعلیم او عامه خدمات له خطر سره مخ او خلکو ته زیان رسوي.

متقي ډاډ څرګند کړ، چې مونږ دمګړۍ لنډمهاله او بیا اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لرو.

امیر خان متقي د اسلامي هېوادونو او نړیوالو مرستندویه موسسو په مرسته د افغانستان د اوسني بحران  حل لارې ته په نغوته کې څرګنده کړې، چې: پر مالونو او بشري مرستو سربېره نغدو پیسو ته ډېره اړتیا ده. له نېکه مرغه افغانستان اوس یو مسوول او له فساد پاک حکومت لري او ژمن دی، چې افغانان له راتلونکیو ستونزو خلاص کړي؛ ځکه، چې دا یو نوی پرمختګ دی او مونږ له غیرعادلانه بندیزونو سره مخ یو او خلک مو ستاسو مرستې ته اړتیا لري.

هغه څرګنده کړې: امریکا، چې پر افغانستان بنديزونه لګولي او د افغانانو شتمنۍ يې کنګل کړې؛ د افغانستان خلکو ته یې زيان رسولی او دا د افغانانو له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده. مونږ د دې سرمشریزې  له ګډونوالو څخه غواړو، چې د افغانانو له ځورولو او د حکومت د کمزوري کولو مخه ونیسي؛ ځکه دا کار زمونږ د اړیکو په ښه کولو کې مرسته نکوي. دا ډول کړنې د امریکا انځور کمزوری کوي او د کډوالۍ څپې زیاتوي، چې ټولې نړۍ ته به منفي پایلې ولري.

د تېر حکومت له نسکورېدو سره امریکا  په افغانستان کې ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسوله، خپل سرتېري، ملکي وګړي او افغان همکاران یې ووېستل او ډیپلوماټیکې اړیکې یې ودرولې؛ خو د افغانستان بهرنۍ شتمنۍ یې کنګل او له دې هېواد سره یې د نړیوالو موسسو نغدي مرستې هم وځنډولې. دې وضعیت د خلکو اقتصاد تر سیوري لاندې راوست او اوس افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

تازه خبرونه

چین او افغانستان د پانګه‌والو د ستونزو پر لرې کولو خبرې وکړې

په دې لیدنه کې چینايي ډیپلوماټانو په افغانستان کې د چین پانګه‌والو له ستونزو سره د مخ کېدا موضوع وړاندې کړې او د اقتصادي اړیکو د بشپړې ژورتیا غوښتنه یې کړې ده.

Published

on

د اسلامي امارت د صنعت او تجارت وزیر د چین له سفیر او تجارتي اتاشې سره د چینایي پانګه‌والو د ستونزو د حل او د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې چینايي ډیپلوماټانو په افغانستان کې د چین پانګه‌والو له ستونزو سره د مخ کېدا موضوع وړاندې کړې او د اقتصادي اړیکو د بشپړې ژورتیا غوښتنه یې کړې ده.

نورالدین عزیزي د دېرو آسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار کړی او څرګندوي، چې افغانستان له چینایي پانګه‌والو سره د همکاریو د پراخولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

 په دې لیدنه کې د چینایي پانګه‌والو د ستونزو د حل او د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر موضوعات بحث شوی دی.

چینايي ډیپلوماټانو هغه ننګونې پر ګوته کړې، چې د چین پانګه‌والو پر وړاندې موجودې دي او د اقتصادي اړیکو د پوره پرمختګ غوښتنه یې کړې ده.

نورالدین عزیزي ویلي، چې افغانستان له چینایي پانګه‌والو سره د همکاریو د پراخولو لپاره په بشپړه توګه چمتو دی.

د صنعت او تجارت وزارت مسوولانو ویلي، چې دا ناسته به د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره ښه زمینه برابره کړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم په هېواد کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د پراخېدا پر اړتیا ټینګار کوي او وایي، چې ټول سکټوري بنسټونه په ځانګړي توګه د صنعت او تجارت وزارت باید په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو د ترسره کوونکو ستونزو ته لومړیتوب ورکړي.

د خصوصي سکټور غړي زیاتوي؛ هر څومره، چې د پانګونې د جذب بهیر پراخ شي؛ همغومره به د اقتصادي ستونزو د کمېدا زمینه برابره شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له نادولتي ښکېلو خواوو سره سیاسي تعامل اړین دی

شیخ محمد په هغه غونډه کې، چې امریکایي خبریال ټوکر کارلسون پر مخ وړله ویلي « هیڅ بحران که د افغانستان یا فلسطین وي او که په نورو سیمو کې د ښکېلو لوبغاړو څنډې ته له کولو سره حل کېدی نشي او نه هم  کولی شئ، چې له نادولتي لوبغاړو پرته د سولې خبرې وکړئ».

Published

on

د دوحې د درویشتمې ناستې پرمهال د قطر لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني ټینګار کړی، چې د سیمې د سولې لپاره د ټولو ښکېلو لوریو په ځانګړي توګه نادولتي لوبغاړو تر منځ سیاسي تعامل او خبرې اړینې دي.

شیخ محمد په هغه غونډه کې، چې امریکایي خبریال ټوکر کارلسون پر مخ وړله ویلي « هیڅ بحران که د افغانستان یا فلسطین وي او که په نورو سیمو کې د ښکېلو لوبغاړو څنډې ته له کولو سره حل کېدی نشي او نه هم  کولی شئ، چې له نادولتي لوبغاړو پرته د سولې خبرې وکړئ».

نوموړي زیاته کړې؛ د قطر منځګړیتوب ته په کتو د افغانستان د سولې له بهیر نیولې ان تر په غزه کې د اوربند تر بېلابېلو هڅو ښيي، چې له اغېزمنو فعالینو سره د خبرو لپاره بې‌طرفي ډېره اړینه ده.

شیخ محمد څرګنده کړې، چې د قطر اړیکې له حماس سره شاوخوا یوه لسیزه مخکې د امریکا پر غوښتنه پیل شوې، چې له دې فلسطیني ډلې سره د خوندي اړیکو یوه لار رامنځته شي.

هغه همدا راز یادونه وکړه، چې د اسلامي امارت سیاسي دفتر په ۲۰۱۳ کال کې د واشنګټن پر غوښتنه د افغانستان د خپلمنځي خبرو او د امریکایي ځواکونو د وتلو د آسانتیا لپاره پرانیستل شو.

د قطر لومړي وزیر د هغو تورونو په ځواب کې، چې ګواکې په غزه کې د قطر له بشري مرستو ناوړه استفاده شوې؛ وویل: « ټولې مرستې او مالي سرچینې مو د غزې خلکو ته رسېدلي او دا بهیر په بشپړ ډول شفاف دی، چې امریکا پرې خبره ده».

هغه ټینګار کړی، چې د قطر منځګړیتوب عملي پایلې لرلي دي. لکه پرله‌پسې اوربند، بشري وقفي، د یرغمل شویو خلاصون او د تخلیې ترتیبات.

شیخ محمد په سپټمبر کې پر قطر د اسرائیلو برید ته نغوته وکړه او هغه یې ښکاره ډیپلوماټیکه سرغړونه او د منځګړیتوب له اصولو سرغړاوی وباله: « کله، چې یو منځګړی د یوې خوا له‌خوا بمبارډ شي؛ دا بې ساری کار دی او اخلاقي عمل نه‌ګڼل کېږي».

هغه د غزې د بیا رغونې په اړه، چې د اسرائیلو د دوه کلنې جګړې له کبله ویجاړه شوې؛ وویل: د بیا رغونې مسوولیت د هغه چا پر غاړه دی، چې ویجاړۍ یې کړې، نه پر قطر: « مونږ د خلکو د رنځ په کمولو کې هر ډول هڅې کوو؛ خو نشو کولی د هغو ویجاړو شویو ودانیو د بیا رغونې چک ورکړو، چې نورو ورانې کړې دي» .

شیخ محمد د نړیوالې ټولنې په دوه‌ګوني سیاست هم نیوکه وکړه او وایي: « که له روسیې غوښتل کیږي، چې اوکراین بېرته ورغوي؛ نو ولې ډېر هېوادونه د غزې د بیا رغونې په اړه اسرائیل مسوول نه ګڼي؟»

هغه په ډاګه کړې، چې قطر په هېڅ راز د فلسطینیانو د جبري ایستلو ملاتړ نه‌کوي او وایي : «هغوی د پاتې کېدو حق لري او نه‌غواړي خپل هېواد پرېږدي. هېیوک حق نلري هغوی بې‌ځایه کړي یا پرزور وتلو ته اړ کړي.»

د دوحې درویشتمه غونډه د ۱۶۲ هېوادونو له شاوخوا ۵ زره ګډونوالو، ولسمشرانو، لومړي وزیرانو ، د بهرنیو چارو وزیرانو او نړیوالو کارپوهانو پر ګډون د بحرانونو د حل، بشري کړکېچونو، نړیوالې حکومتولۍ او اقتصادي بې‌ثباتۍ موضوعات وڅېړل.

دا په داسې حال کې ده، چې میرمن کلنټن او یو شمېر لویدیځ چارواکي تل په نړیوالو غونډو کې د ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت د پالیسیو په اړه نیوکه کوي؛ خو اسلامي امارت پر ځلونو ویلي، چې د ښځو شرعي حقونه تضمین شوي او د حکومت په توګه دوی د بهرنیانو کلتور نشي منلی.

Continue Reading

تازه خبرونه

سیمه‌ییزه همکاري د افغانستان او پاکستان تر منځ له خبرو پرته ناشونې ده

قانت د یادې ناستې په څنډه کې ویلي: « مونږ کولی شوو ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل کړو؛ خو باید هغه ټکي ته ورسېږو، چې نږدې‌کېدا په کې ناشونی نشي؛ ځکه په سیمه‌‌ییزه همغږۍ کې ډېرې ګټې نغښتې دي».

Published

on

د دوحې فورم د ناستو په لړ کې د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د سټراټېژیکو څېړنو مرکز رییس عبدالحی قانت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اړتیا ته په نغوته کې ویلي، چې دا خبرې د سیمې د نږدې‌کېدا او نښلېدا لپاره اړینې دي.

قانت د یادې ناستې په څنډه کې ویلي: « مونږ کولی شوو ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل کړو؛ خو باید هغه ټکي ته ورسېږو، چې نږدې‌کېدا په کې ناشونی نشي؛ ځکه په سیمه‌‌ییزه همغږۍ کې ډېرې ګټې نغښتې دي».

هغه زیاته کړې؛ د افغانستان لپاره له پاکستان سره مثبتې اړیکې له هر څه ډېرې مهمې دي؛ خو وروستیو ستونزو ته یې داسې نغوته وکړه: « دا موضوع ډېره اړینه ده؛ خو په وروستیو کې د سوداګرۍ لارې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه وکارول شوې او جغرافیه هم د فشار پر وسیله بدله شوې ده. دا کار په حقیقت کې د سیمې د همغږۍ ارزښت ته زیان رسوي ».

قانت د اوږدمهاله لید پر اړتیا ټینګار کړی او څرګندوي: « دا ډېره اړینه ده، چې پاکستان او افغانستان د دغو ستونزو د حل لپاره سره کېني. که دا بحرانونه دوام ومومي، د سیمې باور پر سیمه‌ییزې نښلېدا او اتصال به له منځه ولاړ شي».

هغه له وروستیو ترینګلتیاوو سره – سره خپله لېوالتیا داسې ښکاره کړه: « زما پر اند دا ناورین لنډمهاله دی. د پاکستان او افغانستان اړیکې به هیله ده بېرته مثبت لوری خپل کړي او کولی شوو په افغانستان کې ټولې پیل شوې پروژې پر مخ یوسو او د افغانستان خاوره د ګواښ پر ځای د جنوبي آسیا او منځنۍ آسیا د نښلولو د مرکز په توګه وکاروو».

دغه راز په دې ناسته کې د ازبکستان د سټراټېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو د بنسټ رییس ډاکټر الدور آریپوف، هم ویلي، چې: « مونږ په ازبکستان کې پدې باور یوو، چې بېلابېلې تګلارې اړینې دي. زمونږ دریځ روښانه دی: اقتصادي همکاري د افغانستان د ودې لپاره تر ټولو غوره او اغېزمنه وسیله ده ».

دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې سیمه‌ییز مشران په جنوبي او مرکزي آسیا کې د اتصال او پراختیا د پیاوړتیا لپاره د اقتصادي همکاریو او ګډو پروژو په لټه کې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!