Connect with us

تازه خبرونه

مولوي متقي په دوحه کې د ۱۶ هېوادونو له نوماندو سفیرانو سره وکتل

Published

 on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۱, ۱۴۰۰)

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند په ډاګه کړې، چې د دې وزارت چارسمبالي مولوي امیر خان متقي په دوحه کې د افغانستان لپاره د ۱۶ بهرنیو هېوادونو له نوماند سفیرانو او استازیو سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو لړ ټویټونو کې څرګنده کړی: د مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي په دوحه کې د افغانستان لپاره له ۱۶ نوماند وزیرانو سره او استازیو سره وکتل او پر امنیتي، بشري، اقتصادي، سیاسي او روغتیايي مسایلو یې خبرې وکړې.

هغه زیاته کړې؛ ټولو لوریو په امنیتي وضعیت کې د شویو پرمختګونو ستاینه وکړه او وایي، چې افغانستان ته باید بشري او طبي مرستې ورکړ شي او شته ستونزې دې د همکارۍ له لارې اوارې شي.

هغه ویلي؛ د اماراتو پلاوي دوی ته د امنیت ډاډ ورکړ، د مرستو په رسولو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه او له ټولو هېوادونو یې وغوښتل، چې په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي، چې واقعیتونه له نږدې وګوري او د اړیکو د نوي فصل د پرانېستلو لپاره مثبت کار پیل کړي.

عبدالقهار بلخي زیاته کړې، چې په دې غونډه کې د جرمني، کاناډا، فنلنډ، نیوزیلنډ، ایټالیا، جنوبي کوریا، د اروپايي ټولنې کمیشنرانو، هسپانیا، امریکا، ناروې، سویډن، هالنډ، آسترالیا، بریټانیا او جاپان هېوادونو نوماند سفیرانو او استازیو ګډون کړی و.

د بلخي د څرګندونو له مخې؛ مولوي امیرخان متقي په دوحه کې د انډونیزیا له سفیر رضوان حسن سره وکتل او د دوه اړخیزو همکاریو او سیاسي مسایلو په اړه یې خبرې وکړې.

بلخي ویلي؛ د انډونیزیا سفیر د افغانستان د سیاسي او بشري وضعیت په اړه همکارۍ ته چمتووالی وښود او وایي، چې دواړه هېوادونه باید نږدې اړیکې ولري.

نوموړي په کابل کې د انډونیزیا سفارت د بیا پرانستل کېدو هیله هم په ډاګه کړه.

تازه خبرونه

په فاریاب کې یوې مور د نوي کال څلور ماشومان وزېږول

Published

on

(Last Updated On: وری ۳, ۱۴۰۲)

د فاریاب ولایت سیمه ییزو چارواکو تائید کړې، چې یوې سیمه ییزې میرمنې له روغتیا برخمن څلور ماشومان زېږولي دي.

د فارياب ٢٠ بستريز نسايي ولادي روغتون داکتر ستار سليمي ويلي، مريم نومې مور د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د وري پر لومړۍ شپه يې خپله کورنۍ له درې هلکانو او يوې نجلۍ برخمنه کړه.

داکترانو ویلي، چې مور او ماشومان یې ټول ښه او له روغتیا برخمن دي.

د تېر کال د وروستۍ میاشتې په وروستیو ورځو کې هم په دغه ولایت کې یوې بلې میرمنې څلور اولادونه زېږولي وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د داعش پر یوه پټنځي د برید پر مهال درې مهم داعشیان ووژل شول: مجاهد

Published

on

(Last Updated On: وری ۲, ۱۴۰۲)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛ د سې شنبې پر شپه په کابل کې د یو لړعملیاتو پر مهال د داعش درې مهم غړي وژل شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تویت کړې؛ تېره شپه د کابل ښار د ۱۲ حوزې د بتخاک څلورلاري په اړوند سیمه کې د داعش پر پټنځي عمليات وشول؛ د داعشيانو درې مهم غړي وژل شوي؛ وسلې، لاسي بمونه، چاودېدونکي توکي، ډېر شمېر ريموت او د ماين جوړونې وسايل ونیول شول.

د مجاهد په وینا؛ داعش له دغه پټنځي څخه په کابل ښار کې د بریدونو لپاره کار اخیستی او پلان یې درلود، چې د روژې په مبارکه میاشت کې مقدس ځایونه او ملکي وګړي ووژني.

مجاهد وايي، په دې عملیاتو کې ملکي وګړیو او مجاهدینو ته کوم ځاني زیان ندی اوښتی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په دې وروستیو کې له دولتي تلویزون RTA سره په مرکه کې ویلي وه، چې داعش په هېواد کې د پښې ایښودو نه لري او دا، چې په افغانستان کې د دغې ډلې لخوا کوم برید ترسره کیږي؛ له بهره واردیږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا د ویاړ خبره ده، چې افغانان په خپلو کې کومه ستونزه نلري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د تېرې شپې زلزلې لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه کړي، چې څلور یې په افغانستان کې دي

Published

on

(Last Updated On: وری ۲, ۱۴۰۲)

د رویتر د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان او پاکستان کې د سې شنبې پر شپه ۶.۵  درجې زلزلې له کبله لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شوي او له ۹۰ ډېر نور ټپیان دي.

رویترز fI nH’I  کړې؛ د پاکستان په شمال لویدیځ کې لږ تر لږه ۹ کسان مړه شوي او ۴۴ نور ټپیان دي.

د پاکستان یوه حکومتي چارواکي ویلي، د خیبر پښتونخوا ایالت په شمالي روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکي وايي، لږ تر لږه څلور کسان په افغانستان کې وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د تېرې شپې د زلزلې له کبله په ټول هېواد کې لږ تر لږه ۷۰ کسان ټپیان شوي او ۴ نور مړه دي.

چارواکو ویلي، په دواړو هېوادونو کې کورونو او ودانیو ته هم زیان اوښتی دی.

د اروپا د مدیترانې د زلزلې ثبتولو مرکز ویلي؛ دا زلزله د ۱۰۰۰ کیلومترو پر پراخوالي د پاکستان، هند، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، افغانستان او ترکمنستان شاوخوا ۲۸۵ میلیون وګړیو احساس کړې ده.

د امریکا د ځمکپوهنې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د زلزلې مرکز د هندوکش د غرونو  شمال ختیځ بدخشان ولایت د جرم کلي جنوب ختیځ ته په ۴۰ کیلومترۍ کې ښودل شوی، چې ژوروالی یې ۱۸۷ کیلومتره اټکل شوی دی.

د پاکستان په خېبر پښتونخوا ایالت کې لوړپوړي چارواکي عبدالباسط ویلي، پر مړو او ټپیانو سربېره لږ تر لږه ۱۹ کورونه هم زیانمن شوي دي.

د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند شفیع الله رحیمي د سې شنبې پر ورځ ناوخته ویلي، چې په ختیځ ولایت لغمان کې د سېلابونو له کبله دوه کسان مړه شوي دي.

تېر کال د افغانستان په ختیځ کې د رښتر پر کچه ۶.۱ درجې زلزلې له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه کړل.

پر ۲۰۰۵ ز. کال د پاکستان په شمال کې  ۷.۶ درجې زلزلې لږ تر لږه ۷۳۰۰۰ کسان مړه کړي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې؛ د پاکستان په سوات سمه کې زلزلې سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي دي .

ویل کیږي، چې د آسیا د جنوبي برخې د زلزلو لړۍ د یوریشیا پر لوري د غزېدو په حال کې ده.   

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!