نړۍ
مونږ اوس په امریکا کې یوازې د نرینه او ښځې دوه جنسیتونه لرو- ټرمپ
ټرمپ وایي: ” سر له ننه مونږ په امریکا کې یوازې دوه جنسیتونه لرو؛ “نرینه او ښځه.”
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې له ترسره کولو وروسته په خپله وینا کې ویلي؛ مونږ به یوه داسې ټولنه جوړه کړو، چې د واده پر بنسټ ولاړه وي او سر له نن څخه په امریکا کې مونږ یوازې دوه جنسیتونه لرو: نرینه او ښځه.
ټرمپ وایي: ” سر له ننه مونږ په امریکا کې یوازې دوه جنسیتونه لرو؛ “نرینه او ښځه.”
هغه دا هم ویلي، چې له کلونو وروسته مې د امریکا د حکومت اجرائیوي سپارښتنې ترسره کړې، چې د امریکا د دولت سانسورونه ودریږي او د امریکا خلک د بیان له آزادۍ بیا برخمن شي.
هغه زیاته کړې: “مونږ به د حکومت ځواک ته اجازه ورنکړو، چې بیا پر سیاسي مخالفانو فشار راوړي.زه به د خلکو د نژادي جوړونې حکومتي پالیسي پای ته ورسوم.”
په دې توګه ټرمپ د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن هغه پلان لغو کړ، چې په پېژندپاڼو کې یې جنسیت تازه کړی و.
هغه اجرائیوي فرمانونه، چې د ټرمپ د ولسمشرۍ پر لومړۍ ورځ لاسلیک شوي؛ د هغه لومړیتوبونه په ډاګه کوي.
ویل کیږي، د ټرمپ اجرائیوي سپارښتنې د هېواد په وضعیت کې د بېړني بدلون معنا نلري. د بېلګې په توګه له روغتیا نړیوالې ټولنې څخه وتل به یو کال وروسته پلی شي.
