تازه خبرونه
مونږ باید د نظام د پیاوړتیا او خلکو ته د خدمت مسوول وو
د سېشنبې پر ورځ( د مرغومي دېرشمه ) د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي پر مشرۍ په دې وزارت کې د اداري او مسلکي مرستیالانو، مرکزي رییسانو، آمرینو او د وزارت نورو کارکوونکو په ګډون یوه ناسته ترسره شوې ده.
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د وزارت د رهبرۍ شورا په غونډه کې ټینګار کړی، چې زمونږ هر کارکوونکی او مسوول دې خلکو ته د خدمت او د نظام د پیاوړتیا پر نیت کار وکړي؛ « د بیتالمال ساتنه دې وکړي او اسلامي نظام د تجارت نه، بلکې د خدمت وسیله وبولي.»
د سېشنبې پر ورځ( د مرغومي دېرشمه ) د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي پر مشرۍ په دې وزارت کې د اداري او مسلکي مرستیالانو، مرکزي رییسانو، آمرینو او د وزارت نورو کارکوونکو په ګډون یوه ناسته ترسره شوې ده.
په دې ناسته کې د عدلیې وزیر ویلي؛ په نظام کې د مسوولانو تر ټولو اړینه ځانګړتیا تقوا لرل دي؛ ځکه متقي شخص قانع وي او د الله تعالی د رضا لپاره خدمت کوي؛ نه د مادياتو او مادي امتیازاتو لپاره.
هغه دا هم څرګنده کړې؛ اسلامي نظام باید د هر کارکوونکي او مسوول لپاره د خدمت ذریعه وي او د یوې سوداګرۍ په څېر باید ونهګڼل شي.
نوموړي زیاته کړې: د عدلیې وزارت ټول کارکوونکي دې د صداقت، دیانتدارۍ او امانتدارۍ له مخې کار کوي؛ د بیتالمال ساتندوی دې وي، د نظام د پیاوړتیا لپاره ورته کار اړین دی او د نظام د حیثیت ساتنه یې باید لومړیتوب وي.
ویل کیږي، چې په عدلیې وزارت او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي په کميسیون کې یې د مسوولیت د پرمخ وړلو موخه یوازې د نظام پیاوړتیا او د شریعت تطبیق دی؛ ځکه، چې د دې لپاره مو کلونه قربانۍ ورکړي دي.
تازه خبرونه
د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا ملي پالیسي تصویب شوه
د ریاستالوزرا د خبرپاڼې له مخې؛ د کرنې او مالدارۍ سکټور میکانیزه کول، د کرنې د څېړنیزو او ترویجي سیسټمونو پراختیا، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وده، د اوبولګولو د سیسټمونو مدیریت، په یادو برخو کې د پانګونې ملاتړ او خلکو ته د باکیفیته کرنیزو او حیواني محصولاتو د لاسرسي برابرول د دې پالیسۍ بنسټیزې موخې دي.
د اقتصادي کمیسیون په اوونیزه غونډه کې، چې مشري یې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کوله؛ د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا ملي پالیسي تائید شوه.
د ریاستالوزرا د خبرپاڼې له مخې؛ د کرنې او مالدارۍ سکټور میکانیزه کول، د کرنې د څېړنیزو او ترویجي سیسټمونو پراختیا، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وده، د اوبولګولو د سیسټمونو مدیریت، په یادو برخو کې د پانګونې ملاتړ او خلکو ته د باکیفیته کرنیزو او حیواني محصولاتو د لاسرسي برابرول د دې پالیسۍ بنسټیزې موخې دي.
په دې غونډه کې د کبروزنې د سکټور د پراختیا طرحه هم تائید شوه.
د دغې طرحې له مخې؛ د خصوصي سکټور د پانګونې له لارې به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر ۶۵۰۰ هکټاره ځمکه د کبروزنې ۷۷۰۰ واړه، منځني او لوی فارمونه جوړ شي.
ویل کیږي، چې د دې طرحې له پلي کېدا سره به په مستقیم ډول ۵۰ زره کسانو او په غیرمستقیم ډول ۲۵۰ زره نورو ته د کار زمینه برابره شي.
تازه خبرونه
په بلخ، کونړ اوپروان کې د ۳ ښځو د جبري ودونو مخه ونیول شوه
دا درې شکایتونه د هغو درې ښځو له لوري ثبت شوي وه، چې کورنیو یې غوښتل د دغو ښځو له خوښې او رضایت پرته یې جبري ودونه ترسره کړي. د شکایتونو له ثبت او هر اړخیزې څېړنې وروسته د یاد وزارت منسوبینو د دغو ودونو د ترسره کېدا مخه ونیوله.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت منسوبینو په بلخ، کونړ او پروان ولایتونو کې د درې ښځو د درې جبري ودونو له ترسره کېدا مخنیوی وکړ او د هغوی شرعي حقونه یې خوندي کړل.
دا درې شکایتونه د هغو درې ښځو له لوري ثبت شوي وه، چې کورنیو یې غوښتل د دغو ښځو له خوښې او رضایت پرته یې جبري ودونه ترسره کړي. د شکایتونو له ثبت او هر اړخیزې څېړنې وروسته د یاد وزارت منسوبینو د دغو ودونو د ترسره کېدا مخه ونیوله.
پر دې سربېره اړوند کورنۍ دغو ریاستونو ته وروبلل شوې او د ښځو د شرعي حقونو د رعایت او د مېړه غوراوي د آزادۍ په اړه ورته لازمې سپارښتنې وشوې.
د کورنیو غړو د پښېمانۍ څرګندولو تر څنګ ژمنه کړې، چې له دې وروسته به د ښځو ټول شرعي حقونه رعایتوي او خپلې لوڼې به یوازې د هغوی له خوښې او واک سره سمې ودوي.
تازه خبرونه
په کابل کې د دوحې بهیر د خصوصي سکټور درېیمه غونډه ترسره شوه
په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت استازو د بهرنیو چارو، مالیې، صنایعو او سوداګرۍ، اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او همدارنګه د افغانستان بانک استازو ګډون درلود.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت په کوربهتوب د دوحې پروسې د خصوصي سکټور د کاري ډلې درېیمه غونډه په حضوري او انلاین بڼه ترسره شوې.
په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت استازو د بهرنیو چارو، مالیې، صنایعو او سوداګرۍ، اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او همدارنګه د افغانستان بانک استازو ګډون درلود.
پر دې سربېره د یوناما، ملګرو ملتونو، نړیوالو او سیمهییزو بنسټونو، سفیرانو، ډیپلوماټانو او د خصوصي سکټور کارپوهانو هم ګډون کړی و.
غونډه په دوه برخو کې ترسره شوه؛ لومړۍ برخه پر ودې او ګډون راوڅرخېده او په دوهیمه برخه کې پر همغږۍ او رڼښت خبرې وشوې.
د افغانستان اسلامي امارت استازو د امارت له واکمنېدا وروسته لاسته راوړنې او پرمختګونه وړاندې کړل او ګډونوالو د اړوند هڅو د ستاینې تر څنګ د خصوصي سکټور د ملاتړ او همکاریو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ.
-
تازه خبرونه3 days agoد کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرستیالۍ یوه پلاوي انډونیزیا ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه2 days agoتاجکستان د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې پر همکاریو ټینګار وکړ
-
لوبی3 days agoنیوزیلینډ افغانستان ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه3 days agoد ۲۰۲۵ ز.کال په وروستیو ۳ میاشتو کې ۱۴ پخواني ځواکونه وژل شوي – یوناما
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد چین په شمال کې د چاودنې له کبله اته کسان ووژل شول
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان ټرافیکو نوي موټر ترلاسه کړل
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي همکاریو ټولنې او آلمان استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
تازه خبرونه3 days agoقرغیزستان او اروپايي اتحادیې د بنسټیزو آسانتیاوو او پانګونې پر لومړیتوبونو خبرې وکړې
