تازه خبرونه
مونږ د افغانانو او پاکستانيانو بېځایه وینه تویول ناروا ګڼو- عبداللطیف منصور
منصور د بدخشان په واخان کې د ۱۲۱ کیلومټره سړک د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې ځینې کسان د «ورځني بمبارډ» په غبرګون کې احساساتي کېږي؛ خو افغانستان باید د ځانبساینې داسې کچې ته ورسېږي، چې له خپلو وګړو دفاع وکړی شي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژیم د بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې اسلامي امارت د افغانانو او پاکستانيانو بېځایه وینه تویول ناروا ګڼي؛ ځکه دواړه لوري مسلمانان دي.
منصور د بدخشان په واخان کې د ۱۲۱ کیلومټره سړک د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې ځینې کسان د «ورځني بمبارډ» په غبرګون کې احساساتي کېږي؛ خو افغانستان باید د ځانبساینې داسې کچې ته ورسېږي، چې له خپلو وګړو دفاع وکړی شي.
نوموړي ویلي:« مونږ باید دا نظام داسې پیاوړی کړو، چې ځانبساینې ته ورسېږو او له هر افغان څخه داسې دفاع وکړی شو، چې زیانرسوونکی کس په خپل هېواد کې شنډ کړو.»
منصور زیاته کړې، اوسنی نظام اوس هم په بشپړه توګه پر ځانبسیا شوی نهدی؛ خو هڅه کېږي، هم له افغانانو دفاع وشي او هم وضعیت دې پړاو ته ونهرسېږي، چې «وینه تویېږي، جنازې روانې وي او موخه معلومه نهوي.»
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ویلي:« مونږ د خپلو خلکو بېځایه وینه تویول ناروا ګڼو او د پاکستانيانو وینه تویول هم ناروا ده؛ ځکه هغوی هم مسلمانان دي.»
د پاکستان پوځي چارواکي تل ادعا کوي، چې په دې هېواد کې د وسلهوالو بریدونه په افغانستان کې تنظیمېږي؛ خو اسلامي امارت دا ادعا رد کړې او څرګندوي، چې افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول نهدی.