تازه خبرونه

مونږ د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره باعزته اړیکې غواړو – متقي

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۱۱, ۱۴۰۳

د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر ويلي؛ اسلامي امارت د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره داسې باعزته اړیکې غواړي، چې د دواړو خواوو وقار په کې خوندي وي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ويلي، که واشنګټن له کابل سره سیاسي او اقتصادي تعامل غواړي، اسلامي امارت کومه ستونزه نلري.

امیر خان متقي ټینګار کوي؛ اسلامي امارت به اجازه ورنکړي، چې افغانستان بیا د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د منفي سیالۍ ډګر شي.

هغه په ​​دې باور دی، چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو کمول به هم اغېز ولري.

نوموړي زیاته کړې؛ دوی غواړي، چې افغانستان د سیمې د هېوادونو لپاره د اړیکو مرکز وي.

متقي له بي بي سي سره په خبرو کې همدارنګه ټينګار کړی، چې د اسلامي امارت د رهبر او د سترې محکمې د رییس د نیولو په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې حکم ناعادلانه او ظالمانه دی او دا کار د افغانستان او نړۍ ترمنځ په اړیکو کې هیڅ اغېز نلري.

امیر خان متقي همدارنګه په اسلام‌آباد کې د اسلامي همکاریو ټولنې په غونډه کې د اسلامي امارت د استازي نه‌ګډون د غونډې په اړه د شکونو لامل وباله او وایي، چې دا غونډه د افغانستان په ګټه نه‌وه.

د یادونې ده، چې دوه اوونۍ مخکې په اسلام‌آباد کې د نجونو د زدکړې په اړه د اسلامي هېوادونو غونډه راببل شوې وه.

Trending

Exit mobile version