تازه خبرونه
مونږ له نړۍ سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر بنسټ تعامل غواړو
د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ویلي؛ د لوړ پوړیو چارواکو سفرونه د دې څرګندويي کوي ، چې اسلامي امارت د ګاونډ او سیمې هېوادونو په ګډون له نړۍ سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر بنسټ تعامل غواړي.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي: د شنبې پر ورځ د غبرګولي پېنځمه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره وکتل.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې تېره ورځ په ارګ کې ترسره شوې؛ نورالدین عزیزي د روسیې او اسلامي نړۍ په پېنځلسمه نړیواله اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره تاتارستان ته د خپل سفر راپور د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته وړاندې کړ.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر یاد سفر د افغانستان د صادراتو او سوداګرۍ په برخه کې له ډېرو لاسته راوړنو ډک وباله او څرګندوي، چې روسي شرکتونو او بنسټونو په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا وښوده.
نوموړي زیاته کړې، په یاد سفر کې یې د اسلامي امارت ښه استازولي کړې او د غونډې ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړ، چې افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
ویل کیږي، چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له نورالدین عزیزي څخه مننه وکړه او د نوموړي دغه سفر یې مثبت وباله.
د روسيې او اسلامي نړۍ پېنځلسمه نړيواله اقتصادي غونډه د ۸۰ هېوادونو د استازو په ګډون په تاتارستان کې تر سره شوې ده.
