تازه خبرونه

مونږ لیوني وو، چې د افغانستان په جګړه کې مو میلیارډونه ډالر ولګول – ټرمپ

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۳, ۱۴۰۲)

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا د افغانستان په جګړه کې لیوني ته ورته میلیارډونه ډالر لګولي دي.

ټرمپ د شنبې پر ورځ په ویرجینیا کې د کمپاین پر مهال یوې غونډې ته د وینا پر مهال زیاته کړې: که دوی د افغانستان په اړه زما خبرې اورېدلې وای؛ نو ډېر مخکې به ترې بېرته راستانه شوي وای.

هغه یادونه وکړه، چې له ملا عبدالغني برادر سره یې په ټیلیفوني اړیکه کې له اسلامي امارت غوښتي، چې امریکایي عسکر ونه وژني او په پایله کې یې ۱۸ میاشتې یو امریکایي عسکر هم ونه وژل شو.

هغه څرګنده کړې: دې احمق (ولسمشر جو بایډن) واک ترلاسه کړ او مونږ ناوړه او وحشتناکه هوایي راوتنه ولیدله.

هغه ویلي وه، چې ویتنام ته ورته څه به هیڅکله پېښ نشي؛ خو له ۳۰۰۰ فوټ لوړوالي څخه د خلکو له راغورځېدو سره مو له ویتنامه بده پېښه رامنځته شوه.

د امریکا پخواني ولسمشر دا هم ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د ۸۵ میلیارډو ډالرو پر ارزښت پوځي تجهیزات او د بګرام پوځي اډه پرېښې ده.

هغه زیاته کړې: بګرام له هغه ځای څخه یوازې یو ساعت لرې دی، چې چین خپلې اتومي وسلې جوړوي او اوس چین بګرام اشغال کړی دی.

د تېر کال په نومبر میاشت کې ټرمپ ژمنه کړې وه، چې که ټاکنې وګټي، د بګرام اډېه به بېرته ونیسي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه په خپل غبرګون کې ویلي، چې اسلامي امارت به اجازه ورنکړي، چې افغانستان یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د قدرتونو ترمنځ د سیالۍ ډګر وګرځي.

Trending

Exit mobile version