تازه خبرونه

مونږ په افغانستان کې د سیاسي حل بشپړ ملاتړي یو – مولوي هبة الله اخندزاده

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۷, ۱۴۰۰)

د طالبانو مشر مولوي هبة الله اخندزاده د یکشنبې پر ورځ د لوی اختر په مناسبت څرګنده کړې، چې طالبان له خپلو ټولو بریاوو او نظامي پرمختګونو سره سره په دې هېواد د سیاسي حل بشپړ ملاتړ کوونکي دي.

هغه ویلي، چې طالبان به هر هغه فرصت وکاروي، چې د اسلامي نظام د رامنځته کېدو او په هېواد کې د سولې او امنیت راوستلو لامل شي.

طالب مشر په داسې وخت کې د سولې او سیاسي حل غږ راپورته کړی، چې په دوحه کې د قطر پر کوربتوب دوه ورځنۍ خبرې روانې دي. په دې خبرو کې د حکومتي پلاوي مشر د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د طالبانو د دوحې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر اخند دی.

د طالبانو مشر ویلي؛ دوی د خبرو اترو او سیاسي بهیر د ښه پرمختګ لپاره یو سیاسي دفتر پرانیستی، چې د خبرو اترو دنده ور سپارل شوې او ژمن دي، چې د خبرو اترو له لارې ستونزې حل کړي.

هغه افغان حکومت ته په نغوته کې ویلي؛ وخت مه ضایع کوئ؛ پر بهرنيانو د تکیه کولو پرځای راځئ خپلې ستونزې پخپله حل کړو او هېواد له اوسني حالته وژغورو.

مولوي هبة الله اخندزاده له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په نغوته کې څرګنده کړې: د هېواد ډېرې ولسوالۍ او لویې سیمې له امنیت برخمنې شوي او طالبان د پخوا په پرتله ډېر ځواکمن، منظم، ښه تجهیزاو پیاوړي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له څو میاشتو راپدیخوا د افغانستان لسګونه ولسوالۍ نیولي، تجهیزات او وسلې یې هم لاسونو ته لوېدلي؛ خو د کندهار والي روح الله اخندزاده ویلي، چې د کندهار ولایت ولسوالۍ طالبانو پر جګړه او زور نه، بلکې پر سیاسي جوړجاړي نیولي دي.

Trending

Exit mobile version