تازه خبرونه

مونږ په دې سختو شېبو کې د حکومت او ایراني ولس تر څنګ ولاړ یوو – اسلامي امارت

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت نن دوشنبه (د غویی یودېرشمه) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د ایران ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر حسین عبداللهیان،  د تبریز امام حجتة الاسلام آل هاشم او ورسره مل ملګرو یې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان اسلامي امارت او ټول افغانان په دې غمجنه پېښه ژور خواشیني دي. مونږ د ایران له اسلامي جمهوریت او د دغه هېواد له خلکو سره په دې غم کې ځان شریک بولو او د قربانیانو له ټولو کورنیو، د ایران ملت او حکومت ته د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوو.

دغه راز ویل کیږي، چې په دې سختو شېبو کې د ایران له خلکو سره یوو او د دغې پېښې ټولو قربانیانو ته د مغفرت او د هغوی کورنیو ته د جمیل صبر غوښتنه کوو.

د ایران د ولسمشر د سپرلۍ چورلکه نن سهار د ختیځ آذربایجان له ولایت څخه تبریز ته د ستنېدو په لاره کې غورځېدلې او د چورلکې پاتې شونې د سیمې په غرنیو ځنګلونو کې وموندل شول.

د ایران د اساسي قانون پر بنسټ، د ولسمشر مرستیال په لنډمهاله توګه دا دنده پر غاړه اخلي او ولسمشریزو ټاکنو ته زمینه برابروي.

د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره باید په پنځوس ورځو کې ټاکنې ترسره او نوي ولسمشر ته واک وسپارل شي.

Trending

Exit mobile version