نړۍ

مونږ په ناټو کې له ترهګرۍ د ملاتړیو هېوادونو غړيتوب نه غواړو

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۹, ۱۴۰۱)

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ ترکیه به د ترهګرۍ ملاتړیو هېوادونو ته اجازه ورنکړي، چې د ناټو غړیتوب خپل کړي.

سویدن او فنلند له دې مخکې هم د ترهګرۍ غندنه کړې؛ خو اردوغان پدې باور دی، چې دوی پوره اندازه مخلص او صادق ندي.

د سویدن او فنلند ګډ پلاوي د چارشنبې پر ورځ په انقره کې له ترکي چارواکو او دیپلوماتانو سره د منځني ختیځ له دغه هېواد سره د شخړې د حل لپاره خبرې وکړې.

اردوغان له آذربایجان څخه ترکیې ته له الوتنې وروسته په الوتکه کې خبریالانو ته وویل، چې د دوی تر منځ د تېرې اوونۍ خبرې اترې د خوښې تر کچې نه وې.

د ترکیې ټي آر ټي دولتي ټلویزیون د اردوغان د څرګندونو له مخې ویلي، دوی تمه لري؛ خو د ترکیې په اړه یې اړین ګامونه ندي پورته کړي.

د ترکيې ولسمشر زیاته کړې؛ دوی هغه فعاليتونو ته دوام ورکوي، چې ترکيه پرې نيوکې کوي.

هغه څرګندوي: تر هغې، چې طیب اردوغان د ترکیې ولسمشر وي؛ مونږ هغو هېوادونو ته، چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي د ناټو په چوکاټ کې دننه کېدو اجازه نشو ورکولی.

سویډن او فنلینډ تېره اوونۍ په رسمي توګه د روسیې او اوکراین له شخړې وروسته، چې د فبرورۍ په میاشت کې پیل شوه؛ په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه.

له ترکیې پرته د ناټو متحدینو د دواړو هېوادونو له وړاندیز هرکلی کړی دی. د نویو غړیو هېوادونو یو ځای کېدل د ناټو د ټولو ۳۰ موجودو غړیو هوکړې ته اړتیا لري.

ترکي لوري، د کردستان له کارګرانو ګوند یا پي کې کې او نورو ترکي ضد ډلو سره د سویډن او فنلند اړیکو ته په نغوته کې د دوی پر غړیتوب نیوکه وکړه.

یاد ګوند د ترکیې لخوا په تور نوملړ کې نیول شوی، چې له درې لسیزو راپدیخوا د ترکیې د حکومت پر ضد بغاوت کوي.

ترکیه دغه راز دواړه هېوادونه د ګولن د غورځنګ غړیو ته پر پناه ورکولو تورنوي، چې انقره یې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د ناکامې پوځي کودتا تر شا پر لاس لرلو تورنوي.

ترکيې له سويډن او فنلنډ څخه له دغو ډلو څخه د ملاتړ د پای ته رسولو او «مثبت ډاډ» غوښتی او له ترکیې څخه يې د وسلو د بنديزونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

اردوغان دا هم ویلي، چې هغه به د دوشنبې پر ورځ په ترتیب سره د روسیې او اوکراین له ولسمشرانو سره ټیلیفوني خبرې وکړي او یادونه یې کړې، چې ترکیه به دواړه لوري خبرو او ډیپلوماتیکو هڅو ته وهڅوي.

Trending

Exit mobile version