تازه خبرونه

مونږ په کابل کې د ایکو د راتلونکې غونډې کوربتوب ته بشپړ چمتو یوو – ملا برادر

د ریاست الوزراء د دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ عبدالغني برادر په کابل کې د دې ټولنې د راتلونکې غونډې په اړه وویل: “مونږ د دې مهمې او ارزښتناکې غونډې کوربتوب ته بشپړ چمتو یوو او په صادقانه توګه ټولو ګډونوالو ته هرکلی وایو.”

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۱۵, ۱۴۰۴

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اقتصادي همکاریو ټولنې (ایکو) په اووه‌لسمه غونډه کې وړاندیز وکړ، چې د دې ټولنې اته‌لسمه غونډه دې په کابل کې جوړه شي.

د ریاست الوزراء د دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ عبدالغني برادر په کابل کې د دې ټولنې د راتلونکې غونډې په اړه وویل: “مونږ د دې مهمې او ارزښتناکې غونډې کوربتوب ته بشپړ چمتو یوو او په صادقانه توګه ټولو ګډونوالو ته هرکلی وایو.”

د دې ټولنې اووه‌لسمه غونډه د آذربایجان په خانکندي ښار کې جوړه شوه.

ملا برادر په د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د روسیې لخوا د متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست له کبله پر رسمیت وپېژندل شو.

برادر زیاته کړې؛ اسلامي امارت د روسیې له دې هڅې تود هرکلی وکړ او د ایکو له غړو هېوادونو څخه یې وغوښتل، چې د افغانستان مشروع سیاسي واقعیت د افغانستان د ژورې او اوږدمهاله همکارۍ په رڼا کې درک کړي او د روسیې په څېر د پېژندلو لپاره عملي او مثبت ګامونه پورته کړي.

هغه د اسلامي امارت د اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسۍ، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ، د پانګونې شته فرصتونو او د افغانستان له لارې د مهمو سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو د پلي کولو لپاره د مناسبو شرایطو په اړه هم خبرې وکړې.

هغه د ایکو له غړو هېوادونو څخه وغوښتل؛ یو باثباته، باوري او همکار افغانستان چمتو کړي، د دوامداره ودې او همغږۍ فضا رامنځته ، اقتصادي او سیمه‌ییزه همکارۍ پیاوړې کړي او د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، ټرانسپورت، کرنې، چاپېریال ساتنې او د اقلیمي بدلون په برخو کې له نږدې کار وکړي، چې افغانستان ورته بشپړ چمتو دی.

د اسلامي امارت دې چارواکي زیاته کړې: “مونږ باور لرو، چې د ایکو غړو هېوادونو اقتصاد به هغه وخت مطلوبه وده ترلاسه کړي، چې افغانستان هم د دې معادلې یوه فعاله او متحرکه برخه وي.”

هغه یو ځل بیا د فلسطین له خلکو سره د اسلامي امارت خواخوږي څرګنده کړه او څرګندوي: “د غزې پر مظلومو خلکو ظلم باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي. مونږ د فلسطین د آزادۍ او د بیت المقدس د اسلامي هویت د ساتنې بشپړ ملاتړ کوو.”

د ایکو ټولنې په اووه‌لسمه غونډه کې د دې ټولنې د غړو هېوادونو ولسمشرانو، لومړي وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و، چې د غړو هېوادونو ترمنځ د سیاست، اقتصاد، سوداګرۍ، ټرانزیټ، ټرانسپورت، کلتور، سیمه‌ییز اتصال او پانګونې په برخو کې د همغږۍ او همکارۍ پر پراختیا ټینګار وشي.

Trending

Exit mobile version