نړۍ

میانمار په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد شو – ملګري ملتونه

Published

on

میانمار له افغانستان څخه پر مخکې کېدا په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد شو؛ ځکه، چې اسلامي امارت په کابل کې واک ته له بیا رسېدو وروسته د کوکنارو پر کښت، پلور او قاچاق بندیز ولګاوه.

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر د راپور له مخې؛ میانمار په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۱۰۸۰ ټنه تریاک تولید کړي، چې په افغانستان کې له ورته مودې څخه یې د تولید کچه درې چنده ډېره ده.

په ۲۰۲۲ کال کې میانمار ۷۹۰ ټنه اپین تولید کړل، چې د هیروینو د تولید لپاره اړین دي. دا په داسې حال کې ده، چې سږ کال د افغانستان د تریاکو د تولید کچه ۹۵ سلنه کمه شوې چې شاوخوا ۳۳۰ ټنو ته رسیږي.

د دې راپور له مخې، د میانمار د مخدره توکو اقتصادي عاید د یو او ۲ اعشاریه ۴ میلیارد ډالرو ترمنځ دی، چې د هېواد د ناخالص کورني تولید له یو اعشاریه اووه څخه تر یو اعشاریه ۴ سلنې سره برابر دی.

د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو د دفتر د څرګندونو له مخې؛ په میانمار کې د کوکنارو کښت د پانګونې له زیاتوالي، ښه اوبو لګولو او کیمیاوي سرې کارولو سره ښه شوی، چې ورسره به یې حاصلات هم ډېر شوي دي.

تېر کال د افغانستان اسلامي امارت د نشه‌يي توکو پر تولید، پېر او پلور بندیز ولګاوه او وايي، چې اوس په افغانستان کې د مخدره توکو تولید صفر ته رسیدلی دی.

Trending

Exit mobile version