سیمه ییز خبرونه

میلانیا ټرمپ دې د غزې د ماشومانو په اړه خپل غږ پورته کړي – د ترکیې لومړۍ مېرمن

امینه اردوغان په هغه لیک کې، چې د جمعې پر ورځ خپور شوی؛ لیکلي دي: ” زه باور لرم، هغه ځانګړې پاملرنه، چې تاسې د اوکراین د ۶۴۸ ماشومانو لپاره وښوده؛ غزې ته هم وغځول شي.”

Published

on

د ترکیې چارواکو ویلي؛ د ترکیې د ولسمشر مېرمن امینه اردوغان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مېرمنې میلانیا ټرمپ څخه په یوه لیک کې غوښتنه کړې، چې د اسرائیل لومړي وزیر سره دې د غزې د ماشومانو د کړاوونو په اړه خبرې وکړي او په دې اړه دې خپل غږ پورته کړي.

رویټرز راپور ورکړی، چې امینه اردوغان لیکلي: هغې له هغه لیک څخه الهام اخیستی، چې میلانیا ټرمپ د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته د اوکراین او روسیې د ماشومانو په اړه لېږلی دی.

امینه اردوغان په هغه لیک کې، چې د جمعې پر ورځ خپور شوی؛ لیکلي دي: ” زه باور لرم، هغه ځانګړې پاملرنه، چې تاسې د اوکراین د ۶۴۸ ماشومانو لپاره وښوده؛ غزې ته هم وغځول شي.”

سپیني ماڼۍ تر اوسه د یاد لیک په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

امینه اردوغان په لیک کې زیاته کړې: « نن، چې نړۍ د ګډې وېښتیا په حالت کې ده او د فلسطین د رسمیت پېژندنې غوښتنه هم نړیواله اراده ګرځېدلې؛ زه باور لرم، چې ستاسې غږ به د غزې په استازیتوب د فلسطیني ولس پر وړاندې یوه تاریخي دنده ترسره کړې. »

دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې په ورځ د لوږې څارنې یوې نړیوالې ادارې پرېکړه وکړه، چې د غزې ښار او شاوخوا سیمې له قحطۍ سره مخ دي او احتمال لري، چې نوره به هم خپره شي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د لوږې دا راپور “بشپړ دروغ” نومولی او وایي، چې اسرائیل د لوږې د نه رامنځته کېدو د مخنیوي پالیسي لري.

د اسرائیلو د څرګندونو له مخې؛ د غزې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه هغه وخت پیل شوه، چې حماس په سویلي اسرائیلو کې ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې یرغمل کړل.

ویل کیږي، چې له هغه وخت راپدېخوا اسرائیلو له ۶۲ زره څخه ډېر فلسطینیان وژلي، غزه یې پر کڼدواله بدله کړې او د غزې د بشپړې نیولو لپاره یې جګړې ته زور ورکړی دی.

Trending

Exit mobile version