تازه خبرونه
ناتو یو ایټالوي جنرال د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو د مرستیال په توګه ټاکلی
ناټو په ډاګه کړې، چې یو ایټالیاوي جنرال نیکولا زانلي یې په افغانستان کې د بریټانیاوي جنرال ګیلس هیل پر ځای د ناټو په مشرۍ د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو د نوي مرستیال په توګه ټاکلی دی.
د نیکولا زانلي د پېژندنې په جوړوشویو مراسمو کې د دغه ماموریت پخواني مرستیال هیل له قومندان جنرال سکاټ میلر او د ناټو له زرګونه سرتېرو څخه مننه وکړه، چې سولې ته یې د نږدې کیدو په لاره کې له افغان ځواکونو ملاتړ کړی دی.
ناټو په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې د ماموریت نوي مرستیال د دغه ماموریت لپاره د ایټالیا پر ملاتړ هم ټینګار کړی دی.
هغه په تېرو کلونو کې د افغانانو د لاسته راوړنو د خوندي کولو په اړه د افغان ځواکونو له قربانیو څخه د ملاتړ پر اهمیت هم ټینګار څرګند کړی او وایي، چې دغه ملاتړ به روان وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر پر لومړۍ نېټه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته ویلي، چې ټول متحدین دې ماموریت ته ژمن پاتې کیږي او د تروریزم په وړاندې مبارزه کې نه یوازې له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي، بلکې تر ۲۰۲۴ پورې به مالي ملاتړ هم روان ساتي.
تازه خبرونه
څار: په افغانستان کې د یوناما ماموریت په اړه د ملگرو ملتونو غونډه
تازه خبرونه
ملګري ملتونه دې د خوراکي توکو په پېرلو کې د افغانستان محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي
د هرات والي د دفتر د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ اسلامجار د ملګرو ملتونو د سر منشي د ځانګړي استازي مرستیال انډریکا راتوته او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د دفتر رییس عرفات جمال سره ولیدل.
د هرات والي نوراحمد اسلامجار د ملګرو ملتونو له چارواکو سره په یوه غونډه کې له دې ټولنې وغوښتل، چې د خوراکي او اړینو توکو په پېرلو کې د افغانستان کورنیو محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي.
د هرات والي د دفتر د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ اسلامجار د ملګرو ملتونو د سر منشي د ځانګړي استازي مرستیال انډریکا راتوته او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د دفتر رییس عرفات جمال سره ولیدل.
د هرات والي کډوالو د راستنېدا په لومړۍ څپه کې د ملګرو ملتونو د ادارو له همکارۍ ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د کډوالو د نوي څپې په صورت کې سیمهییزه اداره د دوی اړتیاوو ته د رسېدا لپاره چمتو ده.
اسلامجار د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او صنعتي محصولاتو لپاره د بهرنیو بازارونو موندلو لپاره له نړیوالو ادارو سره د همکارۍ پر اړتیا هم ټینګار وکړ او د بانکي محدودیتونو لرې کولو د ویزې د صادرولو آسانتیا او د خصوصي سکټور او سوداګرو لپاره د انلاین خدماتو غوښتنه وکړه.
ویل کیږي، چې انډریکا راتواټه د هرات والي د نظرونو او وړاندیزونو د هرکلي ترڅنګ ډاډ څرګند کړ؛ ملګري ملتونه به په راتلونکي کې هڅه وکړي، چې له افغان تولیداتو څخه اړین توکي واخلي او په بېلابېلو سکټورونو کې به له سیمهییزې ادارې سره خپله همکاري روانه وساتي.
تازه خبرونه
په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستانیو پوځيانو پر بریدونو ځاني او مالي زیانونه رامنځته شوي
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې بريدونو کې د کوچيانو د يوې کورنۍ د يوې ښځينه او يو نرينه، يوې نجلۍ او یو هلک په ګډون ۴ کسان شهيدان شوي او درې نور ماشومان ټپيان دي.
د تېرې شپې په وروستیو کې د خوست ولايت د عليشېرو ـ تريزيو ولسوالۍ اړوند د صدقو کلي د بدرګې ګورګورې په اړوند سيمه کې د پاکستاني پوځي رژيم له لوري د عامو خلکو پر کورونو او د کوچيانو پر خېمو د توپونو او هاوانونو بريدونه ترسره شوي دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې بريدونو کې د کوچيانو د يوې کورنۍ د يوې ښځينه او يو نرينه، يوې نجلۍ او یو هلک په ګډون ۴ کسان شهيدان شوي او درې نور ماشومان ټپيان دي.
دغه راز د خبرپاڼې له مخې؛ د کـونړ ولايت د منورې ولسوالي پر بېلابېلو سيمو۳۲ مرمۍ لګېدلي، چې زیانونه نلري.
همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سرکاڼو ولسوالي پر بېلابېلو کلیو او بانډو؛ ګلاپړۍ، شونکړۍ، ګنجګل، ناوه، څپري او ناوې سیمو۱۱۰ مرمۍ لګېدلي، چې ځاني زیان نلري؛ خو د جعفر نومي کس کور ویجاړ شوی دي.
ویل کیږي، چې د دې ولایت د ناړۍ ولسوالي پر دوکلام، بریکوټ او څونګلي سيمو هم ۶۵ مرمۍ لګېدلي، چې ولسي خلکو ته يې درانده مالي زيانونه اړولي او د خاص کونړ ولسوالۍ پر لکې تیګي، لړم کڅ او شالۍ سیمو۱۴ توپونه لګېدلي، چې مالي او ځاني زيان نلري.
-
تازه خبرونه4 days agoنورالدین عزیزي او د چین ځانګړي استازي د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران د تېلو د بندېدا او ټرمپ د سختو بریدونو ګواښ کړی
-
تازه خبرونه5 days agoکه افغانستان امریکایي یرغمل خوشې نکړي د ایران او وینزویلا له برخلیک سره به مخ شي – د ټرمپ استازی
-
تازه خبرونه5 days agoپه دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د تړلو راپورونه رد شول
-
تازه خبرونه5 days agoروسیه، چین او بریټانیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو غوښتونکي شول
-
تازه خبرونه4 days agoد ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو
-
تازه خبرونه3 days agoچین د تاجکستان او افغانستان په پوله کې ۹ سرحدي ودانیز بنسټونه جوړوي
-
تازه خبرونه5 days agoپه تورخم ښارګوټي کې له زیانمنو هټیوالو سره مرستې کیږي
