Connect with us

تازه خبرونه

ناسا د بدې هوا له امله فضا ته د خلابازانو لیږد وځنډول

خپور شوی

د

ناسا خپل پلان شوی ماموریت د چهارشنبې پر ورځ د خرابې هوا له امله د امریکې له خاورې څخه نړیوالی فضا سټیشن ته وځنډول.

دې سازمان په یوه ټویټ کې ویلي چې دا لیږد د هوا له امله شنډ شوی. “د فالکن ۹ راکټ او کریو ډریگن الوتکې سره کومه ستونزه نه وه.”

دغه ماموریت د لیږد له پېل څخه یواځې ۱۷ دقیقې دمخه شنډ کړل شو.

ناسا ویلي: “د نن ورځې دغه امریکي الوتنه یوه فوري هڅه وه. د مدور میکانیکونو له امله، موږ اړتیا لرو ډاډ ترلاسه کړو چې په هغه وخت کې چې موږ پیل کوو، موږ وړ یو چې پر وخت د فضا سټیشن ته ورسیږو. د دې له امله، موږ نشو کولی نن ورځ ښې هوا ته انتظار وکړو.”

ناسا وویل چې دا به د شنبې په ورځ، د می په ۳۰ مه د ځایي وخت په شاوخوا ۳ او ۲۲ دقیقو د ډیمو-۲ ماموریت په لاره اچولو هڅه بیا پیل کړي. د ناسا ستور پیژندونکي رابرټ بهنکن او ډګلس هرلي به دسپېس ایکس کریو ډریگن الوتکه کې الوتنه وکړي.

ناسا په یوه بیان کې وویل، “د انسان د فضايي الوتنو نوی دور پیل کیږي ځکه چې امریکایی خلاباز یوځل بیا د امریکا د خاورې څخه د نړیوال فضایي سټیشن ته د ناسا د تجارتي عملې برنامې برخې په توګه لیږدوي.”

ناسا زیاته کړه چې دا ماموریت به د سپېس ایکس – د خصوصي امریکایی فضا تولید کونکي او د فضا ټرانسپورټ خدماتو شرکت – د ناسا د تجارتي عملې برنامې لپاره وروستۍ ازموینې الوتنه وي او د فالکون ۹ راکټ، کریو ډریګن فضا جہاز، او ځمکني سیسټمونو د فعالیت په اړه به مهم معلومات چمتو کړي.

په خبروینا کې راغلي: “د آزمایښت الوتنه به د فضا تم ځای ته ستورمستګی او الوتنې لپاره د منظم الوتنو لپاره د سپېس ایکس د الوتکې عملې ټرانسپورټ سیسټم تصدیق کولو لپاره ارزښتناکه معلومات چمتو کړي.”

تازه خبرونه

د ځانګړو اقتصادي کړیو( زونونو) د جوړولو کاري پلان تائید شو

دا زونونه به د امیرالمؤمنین د حکم له مخې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندز ولایتونو کې جوړ شي.

Published

on

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن( چارشنبه د لړم شلمه) په ټول هېواد کې د ځانګړو اقتصادي کړیو(زونونو) د جوړولو کاري پلان تائید کړ.

دا زونونه به د امیرالمؤمنین د حکم له مخې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندز ولایتونو کې جوړ شي.

د پلان له مخې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت به له اړوند وزارتونو او ادارو سره پر همغږۍ د دغو زونونو لپاره اړینې ځمکې مشخصې کړي، د اړوند سکټورونو فعالیتونه او اړین چوپړونه به وپېژني او د پانګونې زمینه به برابره کړي.

د ځانګړو اقتصادي زونونو له جوړېدا موخه د نوې پانګونې جذب، د صادراتو او وارداتو ترمنځ د نسبي توازن رامنځته کول او د تولیدي فعالیتونو پراختیا ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د روسیې اقتصادي مرستیال د یو پلاوی پر مشرۍ کابل ته راځي

د بهرنیو چارو وزارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې، د دغه پلاوي مشري د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوي.

Published

on

 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د روسیې یو لوړپوړی پلاوی به د پنجشنبې پر ورځ( د لړم یوویشتمه) کابل ته راشي.

د بهرنیو چارو وزارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې، د دغه پلاوي مشري د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پلاوی به له افغان چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د دواړو هېوادونو د اړوند اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

د روسیې د لوړپوړي پلاوي دغه سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د کابل او مسکو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي.

تر اوسه د روسي پلاوي د سفر د اجنډا او له افغان چارواکو سره د لیدنو د جزئیاتو په اړه رسمي معلومات خپاره شوي نه‌دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت سفیر له کویټي چارواکو سره د افغان بندیانو پر وضعیت خبرې وکړې

په کویټ کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، محمد شفیق خطیب د یادې ادارې له مرستیال ابوفهد منصور فایز البراک او د حقوقي چارو له مسوول علي عباس سره کتلي دي.

Published

on

 

په کویټ کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي محمد شفیق خطیب د دې هېواد د بندیانو چارو ادارې له چارواکو سره د افغان بندیانو د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

په کویټ کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، محمد شفیق خطیب د یادې ادارې له مرستیال ابوفهد منصور فایز البراک او د حقوقي چارو له مسوول علي عباس سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو په کویټ کې د افغان بندیانو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

سفارت تر اوسه د دغو خبرو د جزئیاتو او پایلو په اړه نور معلومات  خپاره کړي نه‌دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!