Connect with us

ساینس او ​​ټیکنالوژي

ناسا د مشتري د سپوږمکیو په اړه لومړنۍ خلایي څېړنه پیل کړه

خپور شوی

د

ناسا د شنبې پر ورځ (د لړم لومړۍ / د اکتوبر ۲۳) د مشتري پر شاوخوا د ټروا پر ستورو د راڅرخېدلو ماموریت پیل کړ.

د پوهانو پر اند په دې تشه کې له لمره د دوه لویو بېلې شویو ډبرو، چې یوه یې د مشتري مخې ته او بل یې شاته حرکت لري؛ څېړنه کوي.

دوی باور لري؛ دا د لومړنيو موادو پاتې شوني دي، چې د لمریز سیسټم بهرني ستوري جوړوي.

ساینس پوهان پدې اند دي، چې دغه دوه ډبرې زمونږ د لمریز غونډال( شمسي نظام) د جوړیدو پاتې شوني دي.

دا فضايي بیړۍ نن د فلوریډا له کیپ کاناورال هوایي اډې د اطلس وي توغندي پر مرسته توغول شوې ده.

دغه څېړنیز ستورمزلی لوسي نومیږي او ناسا هیله لري، چې له مونږ سره به د لمریز غونډال په جوړیدو او ښه پوهیدو کې مرسته وکړي.

دا به لومړنی ماموریت وي، چې د ټروا ستوریو پر څېړنه او کشف راڅرخي.

د راپور له مخې؛ ترټولو لوی پېژندل شوي ټروا ستوري، چې د یوناني افسانوي جنګیالیو پر نومونو نومول  شوي؛ د قطر کچه یې ۲۲۵ کیلومټره (۱۴۰ میله) ده.

ساینس پوهان هیله من دي، چې اووه ټروا ستوریو ته د لوسي نږدې الوتنه به د شمسي سیسټم د ستوریو د جوړېدو څرنګوالی، چې شاوخوا ۴.۵ میلیارډ کاله دمخه رامنځته شوي؛ د دوی اوسنی جوړښت هم  راښکاره کړي.

ناسا ویلي، چې دغه ستوري د کاربن پوره مرکبونو لري، چې ان په ځمکه کې به د عضوي موادو او د ژوندانه د سرچینې په اړه نوي لیدونه وړاندې کړي.

دغه ماموریت به د انسان د نیکه په اړه، چې فوسیل یې ډونالډ جوهانسن د لوسي پر نوم په ۱۹۷۴ زېږدیز کال کې له ایټوپیا تر لاسه کړی؛ د آسمان برښنایي ټک ونومول شي.

لوسي ستورمزلې بېړۍ به په فضایي الوت کې د تاریخ بله پاڼه واړوي او بریالۍ به ځمکې ته بیرته راستنیږي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ ناسا څرګنده کړې، چې دغه ۱۲ کلن ماموریت د لمریز غونډال(سیسټم) د پوره پوهیدنې لپاره پیل شوی دی.

ساینس او ​​ټیکنالوژي

په میټا کې د راشیا‌ټوډی او د روسیې د نورو دولتي شبکو پر هڅو بندیز ولګول شو

دا د روسیې د دولتي رسنیو پر وړاندې د نړۍ د ترټولو سترې ټولنیزې شبکې ترټولو اغېزمن عمل دی. میټا له دې مخکې په خپلو اړوند پاڼو کې د روسیې دولتي رسنیو اعلانونه بند کړي او د دوی د پوسټونو لیدنه یې را کمه کړې وه.

Published

on

میټا، د فیسبوک او انسټاګرام مورني شرکت اعلان کړی، چې په خپلو پاڼو کې یې پر راشیا‌ټوډی یا روسیه‌سیودنیه او نورو دولتي شبکو بندیز لګولی؛ ځکه، چې دا رسنۍ آنلاین نفوذي عملیات ترسره کوي.

دا د روسیې د دولتي رسنیو پر وړاندې د نړۍ د ترټولو سترې ټولنیزې شبکې ترټولو اغېزمن عمل دی. میټا له دې مخکې په خپلو اړوند پاڼو کې د روسیې دولتي رسنیو اعلانونه بند کړي او د دوی د پوسټونو لیدنه یې را کمه کړې وه.

میټا په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ دوی له پوره ارزونې وروسته دې پایلې ته رسېدلي، چې د روسیې د دولتي رسنیو پروړاندې خپلې هڅې چټکې کړي.

میټا ویلي، چې روسي شبکې اوس د بهرنۍ لاسوهنو او نفوذي کړنو له کبله زمونږ په ټولو نړیوالو اپلیکیشنونو کې له هڅو ترسره کولو بې برخې شوې دي.

میټا وايي: دا بندیز به په راتلونکیو څو ورځو کې پلي شي؛ پر فیسبوک سربېره انسټاګرام، واټساپ او ټریډز به هم دا کار وکړي.

دا کړنه په داسې حال کې پلې کېږي، چې امريکا په دې وروستيو کې د راشياټوډی دوه کارکوونکي په پيسو مينځلو کې پر لاس لرلو تورن کړل. په دې دوسیه کې دا کارکوونکي تورن شوي، چې د امریکا په ټاکنو کې یې د نفوذي موخې لپاره یوه امریکايي کمپنۍ استخدام کړې ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټووني بلینکن د جمعې پر ورځ څرګنده کړه، چې هېوادونه باید د روسیې له دولتي شبکې سره د پټو بهرنیو نفوذي عملیاتو په څېر چلند وکړي.

راشيا‌ټوډی دغه تورونه رد کړي او وايي، چې امريکا يې د ژورناليسټيکي بنسټ په توګه د هڅو مخه نيولې ده.

Continue Reading

ساینس او ​​ټیکنالوژي

د ټیلیګرام اجرائیوي رییس په پاریس کې پولیسو نیولی

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ پولیسو هغه د نیولو د حکم پر بنسټ، چې مخکې صادر شوی و نیولی دی.

Published

on

د فرانسې پولیسو د شنبې پر ورځ ( د وږي درېیمه ) د ټیلیګرام بنسټوال پاول ډوروف پاریس ته نږدې په یوه هوايي ډګر کې نیولی دی.

یوه فرانسوي چارواکي د نوم نه‌ښودلو پر شرط رویټرز ته ویلي، چې دغه ۳۹ کلن میلیارډر پرون ماښام د فرانسې د پلازمېنې په شمال کې د لوبورژه په هوايي ډګر کې نیول شوی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ پولیسو هغه د نیولو د حکم پر بنسټ، چې مخکې صادر شوی و نیولی دی.

په راپور کې راغلي؛ ډوروف په ټیلیګرام شبکه کې د پیغام رسونې د جرمي کارونې د نه مخنیوي په خاطر شکمن ګڼل شوی.

تمه ده، چې هغه به د یکشنبې پر ورځ محکمې ته حاضر شي.

ټیلیګرام تر اوسه د دغه پلیټ فارم د اجرائیوي رییس د نیول کېدو په اړه څه ندي ویلي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت هم په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

Continue Reading

ساینس او ​​ټیکنالوژي

په بیجینګ کې د جي کلاس برقي مرسډیز بینز موټر مخکتنه وشوه

Published

on

چین د خپلو برښنایي موټرو د تګلارې د ودې لپاره د بیجینګ په مارکیټ کې برښنایي مرسډیز بینز ته د مخکتنې زمینه برابره کړه.

د مرسیډیز ټکنالوجۍ لوی مسوول مارکوس شافر ویلي، چې دا شرکت له چاپېریال سره سم محصولات وړاندې کوي.

هغه د جي کلاس برښنایي موټرو د مخکتنې لپاره چینایي بازار غوره وګڼلو.

شافر ویلي: چین زمونږ ترټولو لوی او خورا مهم بازار دی او دوه‌یم دا، چې مرسیډیز پرېکړه کړې، چې په راتلونکیو کلونو کې به بشپړ برښنایي شي. دا یې یوه ننداریزه بڼه ده، چې  پېرودونکیو ته د تیلي موټرو ترڅنګ جي برښنایي موټرو ته لاسرسی رامنځته کوي. مونږ ډېر خوښ یوو، چې دا پر برښنایي بڼه وړاندې کوو.

د مرسيډيز شرکت د ټکنالوژۍ ریيس ويلي؛ مرسيډيز بينز غواړي، چې د اړینو څېړنو او پرمختيايي هڅو د ترسره کولو لپاره په چين کې خپله پانګونه زياته کړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!